مجاهد: پر نورو شرطونو د امریکا ټینګار به مذاکراتي پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي

ذبیح الله مجاهد وایي، ”موږ له امریکا سره د اشغال د خاتمې پر توافق بوخت یو“.

عزم (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، تېره شپه، له پیام افغان تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د هېواد پر روان وضعیت، سوله او د راتلونکي نظام په هکله مفصلې خبرې وکړې.

مجاهد وویل، مذاکرات روان دي او که امریکایانو نور تازه شرطونو وړاندې کول، ښایي دا پروسه بیا له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

نوموړي وویل، امریکایان به د شوې توافقنامې له مخې وځي، د هیڅ امریکایي سرتیري پاتې کیدل ورته د منلو نه دي او په دې برخه کې په شوې توافقنامه کې هر څه واضح شوي دي.

نوموړي وویل چې امریکایي لوري د جګړو د کموالي پر طرحه ټینګار کاوه، د دې لپاره چې دا ”بهانه“ هم ختمه شي، دوی مثبت ځواب ورکړ چې له مخې به یې د توافقنامې د لاسلیک ورځو پرمهال د جګړو ګراف را کمیږي.

ذبیح الله مجاهد وایي، ”موږ له امریکا سره د اشغال د خاتمې پر توافق بوخت یو“.

طالب ویاند زیاته کړه چې تر توافق وروسته به په هېواد کې یوازې د امریکا سفارت د دیپلوماتیکو اړیکو لپاره وي او ساتنه به یې هم افغانان کوي.

د نوموړي په وینا، ”نه به امریکا دلته نظامی حضور ولري او نه هم استخباراتي. په دې اړه چې څه خپریږي یوازې افواهات او تبلیغات دي“.

مجاهد د بین الافغاني مذاکراتو په هکله وویل چې د ټولو سیاسي مخالفینو ترڅنګ به حکومت هم په کې د یوه ښکېل لوري په توګه ګډون ولري.

”د نظام نوعیت به د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې ټول افغانان په ګډه ټاکي څو د ملت لپاره عامه خدمات ونه ځنډیږي“.

د مجاهد په خبره، دوی یو ټول-شموله اسلامي نظام غواړي ځکه، په وینا یې، د کابل اوسنی حکومت د اسلامي اساساتو له پلي کیدو سره په ټکر کې دی. مجاهد د بیلګې په توګه په هرات کې د حجاب او اسلامي حدودو د نفاذ په اړه د یوه دیني عالم څرګندونو ته اشاره وکړه چې په دې وروستیو کې د اشرف غني لومړي مرستیال سرور دانش د ”جاهلانه خبرو“ نوم ورکړی و.

طالب ویاند وویل، دوی د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هغه اوازې یې چې ګواکې امریکا ترې له ایران سره د روابطو قطعه کول غوښتي ناسمې وبللې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: