د هیواد اوسني او پخواني ژمي

لیکنه:مولوی ضیاءالحق 《حسان》
د باران څپې چه دژمی په موسم کې دهیوادپه سړو سېموکې په واوره بدلیږی اکثره سړی سېمې دژمی په موسم کې دزیاتو واورو شاهدی وی.
د واورې لمانځنه دپخوا او اوس وختونو په نسبت توپیرلری،پخوا وختونو کې به کله هم چه لومړی ځل واورې دځمکې مخ سپین کړ
دهیواد لراوبرکې به یی په خوښیو استقبال کیدلو هرطرف به هیوادوالو یوبل ته (برفی) وروړلی، دژمی موسم کې به دمساجدو غیږ دالله دسپیڅلی کلام په احکامو اونبوی مرغلرو ښایسته وه،دشپې پرمهال به دحجرو تبۍ دحرارت له نعمت برخمنې وی او دګڼو ځوانانو مجالسو به حُجروته ښکلابخښلی وه،میلمانه به دلاندی په سپینو ټوټو نازیدل،کله به هم چه وریځو داسمان مخ پټ کړی ؤ ګرمو حجروکې به دمجالسو لړۍ ګرمه وه، کله به هم چه لمر دوریځو له څوکو سر راپورته کړ په پیتاؤ کې به ګڼ مجلسونه ؤ،سپین ږیری بابا به دعسکری داستان پرانیستی ؤ او ناست کسان به یی ګیر چاپیر په اوریدلو نه مړیدل ځکه که له یو طرف به یی دخپلی قهرمانی قېصې کولې بل طرف به یی دلوږې هغه دردمنې خاطرې هم په کې ټومبلې وی چه له درده به یی دفریاد دکاروان ملتیاکوله.
کله خوبه یی هغه تنزیهې ټوټه هم ذکرکوله چه خپل مشر یی راپرزولی ؤ .
خواوس داسی نه ده اوس مو ژمی د سپرلی په څیر له ښکلاؤ مُرور دی اوس د واورې لمانځنه دکلی ځوانان په برفیونه کوی دلته ګڼ شهیدان شوی اوځوانان دهغه دفاتحې ورقې لراوبروړی واوره اوس دخوښۍ زیری نه راوړی بلکه دشهیدجانان دوینو رنګونه یی میلمانه وی دمسجد غیږکې هم اوس خاموشې خوره ده ،دمسجدامام په ځیګریاخومرمۍ خوړلی اودلحدغیږکې میلمه دی یاهم د هجرة لاریی خپله کړی اوپاته مسجد دحال په ژبه دځوانیمرګ امام یادونه په ویرونو لمانځی،د شپې دمجالسو هم اوس هیڅ څرک نشته دلته وحشی دښمن زر ساعته عملیات اعلان کړی
اوس دلته د ورځې دشنه اسمان غیږ ډرون طیارو نیولی وی او دشپې پرمهال بیا دډبډنو طیارو قهرجن اوازونه د خلکو خوبونه تښتوی،دلته اوس میلمانه هم له حجرو مُروردی ځکه هغه بله ورځ چاپه کې یی دحاجی صاحب په حجره کې دری تنه میلمانه شهیدان کړی ؤ،په پیتاؤ کې مو اوس باباجان دعسکرۍ داستانونه نه وایی اوس باباجان په زړګی داغونه خوړلی هغه مخته شپې یی پرکور چاپه وه څلورځوانان زامن یی ورته خپل کورکې شهیدان کړل اوس دهغه دپاته یتیمانو په لیدلو دسپین ږیری باباجان اوښکې میلمنه وی.
اخ د هغه پوری غونډۍ په سر ګڼ بیرغونه وینی دازموږ دکلی دځوانانو قبرونه دی چه بیرغونه یی دمظلومیت ترجمانی کوی.
په پای کې دښکلاؤ پالونکی ته لاسونه لپه کؤ چه نورمو دهیواد غیږ دامن اوخوښیو په معطره فضاء ونازوی.
دهمداسی ښایسته شېبو په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: