اسلامپالي دې همېشه له خلکو سره اوسي!

ليکنه: سميع الله افغان

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه په يوه روايت کې راغلي چې نبي عليه السلام فرمايلي: المسلم الذی يخالط الناس ويصبر علی اذاهم افضل من الذی لا يخالط الناس ولا يصبر علی اذاهم. په دې مانا چې کوم مسلمان له عامو خلکو سره ګډ اوسي او د هغوی په ضررونو صبر کوي، تر هغه مسلمانه غوره دی چې نه له نورو سره ګډ اوسېدلی او نه د چا په ضررونو صبرېدلی شي.

اوس نو که سړی د دې مبارک حديث په ژورو کې غور او څېړنه وکړي، پرته له شکه چې د هر مسلمان لپاره د بريا او نېکمرغۍ ډېر څه پکې شته. ځکه د دغې نبوي لارښوونې په برکت سره له يوې خوا په مسلمانه ټولنه کې د اختلاف او ځان ځانۍ مخه نيول کيږي، کومه چې د فساد خپرېدو او اسلامي امت د تبايي او هلاکت اصلي جرړه ده. او له بلې خوا د ګردو ملتزمو او ديندارو اشخاصو د خونديتوب او پرمختګ لوی راز پکې پروت دی.

د لا ښه وضاحت لپاره داسې فرض کړئ چې يو نېک او مخلص مسلمان دی؛ چې تر ډېره بريده پر شرعي اصولو پابند او له ډېرو ګناهونو په کلکه ځان ساتي، خو څنګه چې له خلکو سره د ګډ ژوند کولو زغم نه لري، نو همېشه له خلکو ګوښه ګرځي. ځکه دی فکر کوي چې زياتره خلک په نارواؤ سر دي نو له داسې خلکو ليرې اوسېدلی به لوی فضيلت وي!

اوس نو که فرضاً په يوه کلي کې دغه شان لس ملتزم او دينداره وګړي ځانونه له عامو خلکو څنګ ته کړي، طبعي ده چې له يادو اشخاصو به خپل کلي ته د خير رسېدو دروازه يو مخ بنده او د بې حيا او بې شرفو کسانو سپين سترګي به څو برابره لا زياته شي.

البته په دې لړ کې يوه ډېره د پام وړ مهمه نکته دا ده چې د ځينو نورو ديني سپارښتنو په استناد له خلکو ګوښه ګرځېدل هم غوره ګنل شوي او لا دا تأکيد هم شوی چې په کور دننه که د يوې ونې په ډډ خوله لګولی شې، هم صرفه مه کوه. مطلب دا چې که ډېره بې وزلي هم راشي، ډېر له کوره بهر مه وځئ او خپل کور کې صبر کوئ. په دې اړه هم ګڼ روايات راغلي او يوه مسلمه خبره ده. ځکه نو زموږ علماؤ د اعتزال او اختلاط د دغو متناقضو سپارښتنو د تطبيق پر موضوع هم فکر کړی او د قناعت وړ نظريالت يې څرګند کړي دي.

مثلاً: دوی وايي که يو مخلص مسلمان د اغېزناک دعوت، ځواکمن لاس او مخور حيثيت لرونکی وي او په عين حال کې پر دې هم متيقن وي چې فاسق و فاجر کسان خو به هيڅکله د ده له حضوره څه ګټه وانخلي، بلکې دی خپله به دا هم وکړی شي چې ياد مجلس يا ټولنه کې په زړه پورې بدلون هم راولي. نو ښکاره ده چې په يوه ولس کې د دا ډول اشخاصو ګوښه کېدل هرو مرو ډېر زيانونه لري.

خو په بل صورت کې چې يو ملتزم مسلمان کاملاً بې وسه او بې اغېزې وي، نو پرته له شکه چې که نوموړی هر څومره خلکو سر ګډ اوسي، د هيڅ ناوړه چارې مخنيوی به هم ونه کړی شي. لا زياتی دا چې اهل فسق به د خپلو ځانونو د سپينولو کار هم ترې اخلي.

بناء پر دې زموږ ديني علماؤ سپارښتنه کړې چې يو اغېزناک مسلمان دې هر وخت د خلکو په منځ کې اوسي او هڅه دې کوي چې خپل چاپېريال کې تغير او بدلون راولي. په دې توګه يو مسلمان داعي او مجاهد کولی شي ځان سره نور ډېر خلک هم ملګري کړي؛ چې له يوې خوا به دی خپله تر ډېره حده له دښمنه ژغورل شوی وي او له بلې خوا به يې د دښمن پر خلاف نور ډېر کسان هم راپارولي او د باطل پر وړاندې درولي وي.

د دعوتګرو او مجاهدينو لپاره د ولسي ملاتړ موضوع هغه مهال لا زياته مهمه ښکاري کله چې د باطل ځواکونه په سيستماتيک ډول د مسلمانو عوامو د غولونې او ديني قيادت د ګوښه کولو هڅې کوي. په دې صورت کې نو بيا هر دينداره او ملتزم شخص کلکه ذمه وراي او مسؤليت لري چې خپل عوام وګړي تر خپله وسه د اغيارو مداخلو ته يوارې پرې نږدي. په دې لار کې مجاهدينو او داعيانو ته که هر څومره کړاو پيښيږي، تر دې به ورته ډېر ښه وي چې له خپلو پرګنو جلا او سبا يو يو د دښمن په لاس له منځه وړل کيږي، په داسې حال کې چې له ځانه وروسته يې نور خلک هم نه وي روزلي.

البته دا هم ياد ساتل په کار دي چې د ولسونو مرسته او ملاتړ راجلبول هم تش د خولې يوه خبره نه ده. دلته اړتيا ده چې تر ډېره بريده د شرعي لارښوونو په سيوري کې د خپلو خلکو څه نا څه مادي ګټې او لومړيتوبونه هم په نظر کې ونيول شي.

لنډه دا چې د ولس رهبري او قيادت يوازې هغه څوک کولی شي، چې خپل ولس کې نفوذ او ملاتړ ولري او ملاتړ هغه وخت پيدا کيږي چې له خلکو سره نرمي، ښه اخلاق او ښه ګوزران وشي. نو په دې اساس بايد دا حقيقت درک کړو؛ چې د ولس په منځ کې پاتېدل، د هغوی روزل، اصلاح کول او رهبري کول د کاميابي تر ټولو اساسي شرط دی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close