ننګرهار ته له پاکستانه د چرګوړو په واردولو بندیز لګېدلی

عزم(دوشنبه، ۳۰، مرغومی، ١٣٩٨ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، ننګرهار ته یې له پاکستانه د یو ورځنیو چرګوړو په واردولو بندیز لګولی.

عزم(دوشنبه، ۳۰، مرغومی، ١٣٩٨ل): د کرنې سرپرست رئیس ضمیر بهسودي وايي، له پاکستانه د هغو یو ورځنیو چرګوړو په واردولو یې بندیز لګولی، چې روغتیايي سند ونه لري.

دی وايي، له تورخمه تر سراچې پله سیمې پورې ټول هغه چرګوړي کتل کېږي، چې له پاکستان راوړل شوي وي؛ خو که روغتیايي سند ونه لري، نو مخه یې نیول کېږي.

د بهسودي په خبره، د دې کار موخه یې داده چې په هېواد کې د چرګانو روزنې د فارمونو وقایه او د چرګانو د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

ننګرهار ته له پاکستان چرګوړي، چرګان او غوښه هم راوړل کېږي؛ خو ځايي چارواکي وايي، اوس د چرګوړو په تولید کې پر ځان بسیا شوي او له نورو هېوادونو باید بې‌کیفیته چرګان وارد نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close