هلمند کې د مرخېړیو کرکېلې ښه پایله ورکړې

عزم(یکشنبه، ۲۹، مرغومی، ١٣٩٨ل): د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، د لومړي ځل لپاره یې په دغه ولایت کې مرخېړي کرلي وو، چې اوس یې پایله ډېره ښه او مثبته ده.

دی وايي، د مرخېړیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د مرخېړیو کرکېله ترویج کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.

دی وايي، د هلمند د کرنې، اوبو لګولو مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې کروندګرو ته نوښتونه او نوې لارې چارې ور وپېژنې، چې د دوی په اقتصاد کې د مثبت بدلون لامل شي.

د مرخېړیو تولید او پالنه اسانه او په بازار کې یې بیه لوړ ده. کروندګر کولای شي، چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي.

د هلمند دکرنې رییس وایي د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرخېړیو ترڅنګ ګڼ شمېر نور ارزښت لرونکي بوټي هم په دې ولایت کې ترویج کړي ترڅو د کوکنارو د کرکېلې مخه ونیول شي.

له دې وړاندې په هلمند کې ګڼ طبي بوټي نور هم کرل شوي وو، چې پایله یې ښه وه.

اوس‌مهال په هلمند کې زعفران، کېلې، الو ویرا، زڼکۍ او ګڼ شمېر نور بوټي هم کرل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close