خوست: وهل شوي ځنګلونه بیا زرغونېږي

عزم(شنبه، ۲۸، مرغومی، ١٣٩٨ل): د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو لپاره هلې ځلې کوي او په همدې موخه یې د جنغوزیو او غوزانو د ځنګلونو د بیا د رغولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

د خوست د کرنې رئیس حفیظ الله شاه نوري وايي، د خوست د پنځو ولسوالیو موسی خېل، ځاځي میدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالیو کې د جنغوزیو او غوزانو ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي.

خوست کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیارغونې په پار ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي.

د نوري په خبره، په یادو ولسوالیو کې د جنغوزیو او غوزانو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شوي دي، چې هر یوه قوریه یې د شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري او دوه زره او ۷۰۰ هکټاره ځمکه به پر ځنګل وپوښل شي.

دی وايي، ددې پروژې له لارې په یادو ولسوالیو کې د ځنګوالۍ ۳۶ ټولنې هم جوړې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، ددې پروژې ټولیز لګښت ۱۴.۵ میلیونه افغانۍ دی، چې په ترڅ کې یې هر قوریه دار ته د جنغوزې دوه کیلو تخم او د غوزانو ۳۰ کیلو تخمونه، بېلچې، د خېشاوې توکي، اب پاش، دواپاش، څلور اوسپنیز تونلونه، ۲۵ کیلو ګرامه سپېنې او تورې سرې ورکول شوي دي.

د خوست د کرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په لومړی پړاو کې خلکوته عامه پوهاوی، دویم پړاو کې روزنیز پروګرامونه او درېیم پړاو کې د بزګرانو ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړول شامل و چې بشپړ شوي دي. ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې تر درې کلونو پروې قوریه لرونکو سره تخنیکي مرستې وشي ترڅو د دوی نیالګي تر ځنګل پورې ورسېږي.

خوست د افغانستان د جنغوزیو او غوزانو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دی، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جنغوزیو ځنګلونو د بيا رغولو په پار هلې ځلې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close