نوی الحاد يا ديموکراسي او سيکولريزم

 

شلمې او يوويشتمې پېړۍ لکه څنګه چې د بشري ژوندانه مادي اړخ ته ډېر نوي نوي توکي راوړل، همدارنګه يې فکري او نظرياتي ډګر کې هم داسې نوې انګېرنې او جديد تعبيرونه خپاره کړل؛ چې سمه پېژندنه او پوهېدنه يې هم پرته له شکه نوی ذهنيت، کره دماغ او ژور ليد غواړي.

يقيناً اوس وخت راغلی څو د اسلامي امت هر فرد د لرغونې دوديزې مطالعې پر ځای د خپل سپېڅلي دين د کره پېژندنې په موخه د نوي عصر له تقاضو سره سمه کره کتنه وکړي. د داسې نوې مطالعې او پېژندنې اړتيا ځکه اوس راپېښه ده چې پرته له دې نه شو کولی د خپل دين اصول او لومړيتوبونه د دغه نوي الحاد له اساساتو سره ښه ډول پرتله کړو.

د مثال په توګه اوس که د اسلامي فقهې په رڼا کې د بشري ژوندانه د جديدو سياسي او اقتصادي مسايلو ژوره څېړنه ونه شي او مناسب ګټور قوانين ورته وضع نه شي، نو حتمي ده چې د نن زمانې څېړونکي انسانان به خامخا زموږ پر دين د نيمګړتيا غږ کوي او بيا به وايي چې وګورئ اخر به هم دغه د جمهوريت او ديموکراسۍ پر اصولو رامنځ ته شوی پارلمان؛ د انساني ټولنو د موجوده ننګونو ځواب وايي او دا چې اسلام د څوارلس سوه کاله زړو خبرو پر مټ د يوويشتمې پېړۍ انسانانو د قناعت لپاره دومره څه نه لري. يا به وايي د موجوده انساني ټولنو د سياسي اړتياؤ د تنظيم لپاره ځکه د اسلام پخوانۍ طريقې کار نه ورکوي چې غالباً بالآخره په زورواکۍ او ديکتاتورۍ بدليږي او ملتونه په اختناق او محاصره کې راګېروي.

په داسې حال کې چې د دوی په خيال د ديموکراسۍ له موجوده رواج سره سم ولسونه کاملاً ازاد او خپلواک دي چې هره شېبه ځان د زورواکو له جبره ازادولی شي.

بيدو همدا هغه منطق دی چې نن سبا يې زموږ په ګردو اسلامي ټولنو کې زياتره ځوانان ور اړولي او قانع کړي چې بايد حکومتونه د سيکولريزم پر اساس تشکيل شي. يعنې ديني انګېرنې دې له سره پکې دخيلې نه وي او بل دا چې جوړښت يې په ديموکراتيک ډول يا د ديموکراسۍ پر اصولو ولاړ وي.

مانا دوی داسې نظام غواړي چې په هغه کې عام انتخابات، قانون جوړونکی او باصلاحيته پارلمان، د بيان ازادي، د عقيدې او مذهب پر معيار د خلکو نه وېشل او همدا راز په جنسيتي لحاظ (نارينه او ښځينه ؤ) د خلکو تر منځ فرق نه کول يې اصلي بنسټونه وي.

دلته په کار ده موږ دې ته هم پام وکړو چې د سيکولريزم او ديموکراسۍ د دغو نارو سورو په مقابل کې خو زموږ ديني علماء او زياتره اسلامپالې سياسي ډلې تل لګيا دي په جاره وايي چې اسلام يو بشپړ کامل او شامل نظام دی چې د بشري ژوندانه هيڅ لوی يا کوچنی باب هم نه دی ترې پاتې، خو له دې سره سره بيا هم د سيکولريزم او ديموکراسۍ دغه سېلاب زموږ پر هېوادونو خورا ګړندی راروان دی.

ښايي دغه ګواښ به ګڼ عوامل لري، خو موږ فکر کوو چې کېدای شي تر ټولو مهم عامل يې د اسلام په هکله د عامو مسلمانانو ناخبري او ناسم پوهاوی وي. ځکه ان زموږ نسبتاً ډېری مخلص او دينداره هېوادوال هم «دين» د څو تعبدي مراسمو مجموعه بولي او د سياست ډګر ته کشول يې ظلم او ناروا ورته ښکاري.

دغه شان ګومان کيږي چې بله وجه يې دا وي چې ان زياتره دينداره علماء او ملتزم مسلمانان هم له دغسې په اصطلاح ديموکراتيکو او سيکولريستي نظامونو سره په کلکه مقاطعه نه کوي. په دې توګه عامو مسلمانانو هم دا ذهنيت اخيستی چې کېدی شي دا ډول سياسي نظامونه د وخت اړتيا او مجبوري وي، يا دا چې کوم اشخاص يې مخالفت کوي، رښتيا به څه نور غرضونه لري.

دوی ګومان کوي چې دا دی چارواکي خو يې هم لمونځونه کوي، هم ختمونه، عرسونه او خانقاوې ګوري او هم عمرې ته ځي. تر دې چې زموږ هېواد کې خو يې ان پګړۍ او تسپو ته هم ډېر خلک تسليم شوي دي.

او ځينې يې لا دې ته هم خوشاله دي چې وايي د حکومت د اساسي قانون يوه ماده کې راغلي چې زموږ هېواد کې به د اسلام پر خلاف هيڅ قانون نه تصويبيږي! مطلب دا هر څه تر ظاهري شکاياتو پورې حسابيږي. خو بيرته په همدې نظام کې برخوالو پوهانو او سپين ږيرو هيچا هم دومره پوښتنه ونه کړه چې کوم کوم فعاليتونه يې له اسلامي شريعت سره سم او کوم يې مخالف دي.

البته په همدې حال کې بيا زياتره چارواکي او سياستوال د اسلام د دعوې تر څنګ د ديموکراسۍ نارې هم وهي او د نړۍ تر ټولو سترو طواغيتو ته دا هم وريادوي؛ چې که دلته خپلې نظامي اډې ختمې کړي، نو سبا به نه دا لاس ته راوړنې ور پاتې وي او نه دغه ديموکراتيک ارزښتونه!

په هر صورت؛ د فساد او فتنو په دغه زمانه کې خو به د هوسپالونکو چارواکو او غرضي سياستوالو وضعيت حتماً همداسې وي، خو د الله تعالی پر وړاندې د يوه مؤمن مسؤليت لا هم پر خپل ځای پاتې دی. هغه دا چې پرته له شکه د اسلامي شريعت په صحيح مفهوم پوهېدونکي ديني علماء او نور مخلص پوهان هم ډېر ښه پوهيږي چې د ليبراليزم، ديموکراسۍ او سيکولريزم په نومونو دغه را روان توپان څومره خطرناک او د مسلمان امت د ځوانانو لپاره څومره تباه کوونکې پايلې لري.

په ځانګړې توګه ديني علماء خو بې له شکه په دې هلکه زښته ډېر مسؤليت لري. مقصد دا چې ديني علماء لا هم تر هر چا زيات ډېر ښه کولی شي څو نه يوازې ديني طالب العلمان، بلکې نور عام مسلمانان هم د اسلام په حقيقي څېره خبر کړي. د اسلام هغه رښتينې بڼه دې ولسونو ته واضح کړي چې د خورا جزئي نيمګړتيا شک هم نه شي پرې کېدلی، هغه يوازنی الهی کامل او شامل نظام چې ان تر قيامته د ګرد بشريت لپاره د بشپړې بريا او سوکالۍ ضامن دی.

البته له ديني علماؤ ور هاخوا هيڅ مسلمان ته هم دا نه ده مناسبه چې يا د خپل دين په اړه شکمن اوسي او يا اندېښمن وي چې اسلامي شريعت به رښتيا هم د اوسنۍ زمانې ننګونو ته منطقي ځواب ونه لري!.

ځکه چې له تېرو څوارلسو پېړيو راهيسې د نړۍ د ګوټ ګوټ نامسلمانو پوهانو په نظرياتي او فکري ډګر کې خپل انتهايي زور و ځواک او هر اړخيز دلايل کارولي خو د عقل او استدلال په ډګر کې يې ان تر ننه لا پرله پسې ماتې خوړلې او د اسلامي شريعت په هيڅ يوه حکم کې يې ډېر کوچنی عيب هم نه دی په ګوته کړی.

بې شکه چې مخلوق د خپل خالق ذات په سپېڅلي دين، احکامو او اصولو کې هيڅ؛ زره هومره عيب او نقصان هم نه شي ښودلی.

ليکنه: استاد عبدالرحمن «سعيد»

پکتيا – افغانستان

(جمعه/ ۲۷ جدی/ ۱۳۹۸)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close