د ملا محمد عمر مجاهد او پاچا ظاهر خان ډوډۍ

ليکنه: نظر محمد مطمئن
د ۱۹۹۸ ز کال وروستي وختونه وو، جنرال رحمت الله ساپی او زه (امام الدین ساپی) له لندن او جرمني څخه کندهار ته له طالبانو سره د لیدو لپاره ورغلي وو.
زموږ لپاره یې د طالبانو په میلمستون (منډیګک ماڼۍ) کې ځای چمتو کړی او هلته یې نسبتاً ښه خواړه راته تیارول، خو بیا هم د طالبانو نظام کې غربت او مسکنت زیات و.
جنرال رحمت الله ساپی لومړی افغان جنرال و چې د پاچا ظاهر خان په وخت کې یې ۱۶۰۰ کمانډو افغان پوځیان وروزل، اوهغه وروسته د پاچا ظاهرخان د ګارد عمومي قومندان و، ډیر وخت یې په ارګ او ارګ کې دننه حرم سرای کې د پاچا ظاهر سره تیر کړی و.
امام الدین ساپي وایې: “جنرال رحمت الله ساپی د ښو خوړو شوقي و، موږ چې کندهار کې وو، یوه ورځ هغه د ډوډۍ پر مهالل را ونه رسيد، موږ هم خپله ډوډۍ وخوړله، خو ناوخته چې جنرال ساپی راغی، هغه وویل: “وږی یم، اشپز ته ووایاست که ډوډۍ پاتې وي. ”
موږ له جنرال ساپي پوښتنه وکړه، چې تاسي ولې ناوخته شوئ، چیرته تللي واست، هغه وویل: “د پاچا ظاهر خان په وخت کې مې په ارګ او دربار کې ډیر وخت ډوډۍ خوړلۍ وه، غوښتل مې چې د طالبانو د مشر په دربار کې هم ډوډۍ وخورم، تر څو ووینم چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ته کوم ډول خواړه تیاريږي، نو ځکه نن له خپل ځایه وتلی وم، او هلته د ملا محمد عمر مجاهد د اوسیدو ځای کې منتظر وم، چې د ډوډۍ وخت شو، زه هم ورغلم.
ډیره عجیبه وه، بیخې مې نه شوای منلای، که بل هر چا راته ویلي وای، دا مې نه منله، خو په خپلو سترګو مې هر څه ولېدل.
ملا محمد عمر مجاهد او ټول مشران او کشران طالبان همهغه لوی سالون کې ناست وو، دسترخان په ځمکه هوار شو، چوکۍ او د ډوډۍ میزونه نه وو، او په ځمکه سرې غالۍ هم نه وي، عادي فرش اچول شوی و.
لږ وروسته د ملا محمد عمر مجاهد په ګډون د هر طالب مخې ته یوه یوه ډوډۍ کیښودل شوه، غټې غټې د شوروا کاسې راوړل شوي، ډیرې پټاټې (کچالو) او لږ غوښه په هر کاسه کې وه.
زما د حربي پوهنتون له وخته له کچالو سره جوړه نه وه، او نن خو ښه پاخه شوې هم نه وو، ډیر کلک وو، شړومبي هم په څو نفرو یوه کاسه د دسترخوان منځ کې کېښودل شوې.
همدا د طالبانو د سیاسي، نظامي، روحاني او معنوي مشر ډوډۍ وه، له خپلو ملګرو سره یو ځای ناست او په خوند خوند یې د شورا په ګوله پسې غړپ شړومیې کولي.
دا نو په هیڅ ډول د پاچا ظاهر د دربار له ډوډۍ سره د پرتلې وړ نه وه، حتی د پاچا د باغوانانو، خادمانو او په ارګ کې د ډیر ټیټ رتبه کس له ډوډۍ هم د طالبانو د مشرانو ډوډۍ ډیره کمزوري وه.

امام الدين ساپی وايي، د منډيک ماڼۍ اشپز ډوډۍ راوړه او جنرال رحمت الله تر نورو ورځو هم نن ډېره وخوړله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close