د ارګ ویاند: دسولې هره طرحه چې اوربند پکې اساسي شرط وي؛ منو یې

عزم(جمعه،۲۷ مرغومی ،۱۳۹۸):په داسې حال کې چې طالبانو د مذاکراتو او اوربند په تړاو د افغان حکومت د چارواکو پرلپسې غوښتنو او وړانړیزونو ته هیڅ کومه اعتناء نه ده کړې، ارګ یوځل بیا د طالبانو له خوا د اوربند پر پلې کیدو ټینګار کړی او د مذاکراتو لپاره یې د اساسي شرط په توګه یاد کړی دی.
د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، سوله یې لومړیتوب دی خو په وینا یې چې«تلپاتې او باعزته سولې ته درسېدو لپاره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او خلکو غوښتنه ده،داوربند تامین یوازینۍ لاره ده. هره طرحه چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي، خلکو او دولت ته به د منلو وړ وي»

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستانی وایي، یواځنی اختلافي ټکی چې ده، هغه د ډاکتر غني تر واک لاندې واکمن ټیم ده چې دا ډله په هیڅ صورت نه غواړي دا توافقنامه لاسلیک شي، ځکه د سولې په راتګ کې د دغه ټیم له واک څخه د پرزیدو او د ګټو د له منځه وړلو خطره ده او د سولې پرضد له هرې سوژې چې د واکمن ټیم د بقاء په ګټه وي، کار اخلي.
د چارو کارپوه احمد سعیدي هم د ارګ پر دریځ نیوکه کوي او زیاتوي چې د امریکایانو او طالبانو طرحه یوې او د کابل حکومت د څو واکمنو حکومت نما څیرو طرحې بلې خوا؛  هیڅ جوړجاړی نه لري.

نوموړی وایی چې اوس وخت کې د سولې لپاره د بشپړ اوربند د طرحې غوښتنه کاملا د سولې ضد کړنه ده ځکه عواقب یې ټولو لوریو ته ناوړه بریښي.
د چارو یو شمیر څارونکي د ارګ له خوا پر اوربند ټینګار ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې ښایي ارګ د ممکنه اوربند پر مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د اعتبار کمزوري کولو لپاره، د استخباراتي کړیو په مټ پیچلي بریدونه ترتیب کړي.
د چارو کارپوه حسن حقیار عزم ته د یوې مرکې پرمهال وویل: طالبان او امریکایي لوری ځکه د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کوي، چې د بشپړ اوربند پرمهال ممکنه ده ځینې هغه داخلي او بهرنۍ کړۍ چې په سوله کې یې ګټې له خطر سره مخ کیږي، له موقع څخه په استفادې، پیچلي بریدونه طرحه او پلي کړي چې دا به مستقیما د طالبانو او امریکا ترمنځ پر ترلاسه شوي اعتماد دروند ګزار وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: