دروغجن حکومت او دروغجنې ژمنې

خط اول:
د نړۍ هېڅ سیاستوال خپلې ټولې هغه ژمنې نه عملي کوي، کومې چې له خپل ولس سره کوي. که دغه سیاستوال نیمايي ژمنې هم پوره کړي، نو بیا هم ځانونه پړه گڼي؛ ځکه دوی له ولس سره کړې ژمنې پوره نه کړې. په افغانستان کې سیاستوال یوازې ژمنې کوي؛ خو د عمل څرک یې بیا نه لگېږي. دلته د سیاستوالو یوه بله ستونزه دا هم ده، چې هغه ژمنې له خپل ولس سره کوي، چې نه د دوی په وس پوره وي او نه د افغانستان اوسني شرایط یې پوره کېدو ته برابر دي.
د گډ حکومت اوسنیو دواړه مشرانو شپږ کاله مخکې له ولس سره ډېرې غوړې ژمنې کړې وې؛ خو دادی د دوی د واکمنۍ قانوني موده پوره شوې؛ خو دوی دواړه شریکان خپل ولس ته یوه ژمنه د نمونې په ډول هم نه‌شي ښودلی، چې دوی دې پوره کړي وي. اشرف غني اوس د خپلې واکمنۍ دورې ته د کمپاین د وخت په سترگه گوري او اوس هم په لویو غونډو کې یوازې ژمنې کوي او د ارگ خیاطان ورته چکچکې وهي. دی اوس هم فکر کوي، چې ملت یې خبرې رښتیا گڼي او د ده په خبرو باندې باور کوي.
اشرف غني لومړی ویل، چې په سلو ورځو کې د ملت په دسترخوان کې بدلون راولم؛ خو اوس نیمايي افغان ولس له لوږې سره مخ دی. په شپږو میاشتو کې یې د سولې خبره کوله؛ خو اوس یې د سولې لپاره پنځه کلنه طرحه برابره کړې ده. معنا دا چې اشرف غني باید پنځه کاله نور هم په واک کې پاتې شي او که بیا سوله کېږي او که‌نه کېږي، دی به تللی وي. هغه ملت چې سوله بې‌قید او شرط غواړي، هغه کله د اشرف غني پنځه کلنې طرحې ته په تمه پاتې کېدای شي. داسې طرحه چې نه د عملي کېدو وړ ده او نه یې د اشرف غني نړیوال ملگري ورسره مني.
د ژمي په دې ساړه موسم کې د ډېرو ولایتونو لویې لارې تړل شوي او د پلازمېنې کابل په گډون په ډېرو ولایتونو کې د نرخونو بیې لوړې شوي دي. برېښنا خو هسې وارداتي ده او که د ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان خوښه وي، نو برېښنا راپرېږدي؛ گنې خپله برېښنا یې ده او خپله خوښه یې ده؛ ځکه په ژمي کې یاد هېوادونه هم برېښنا ته اړتیا لري او زموږ د حکومت غوندې نه‌شي کولی، چې خپل ملت پرېږدي او نورو ته برېښنا ورکړي.
له تېرو درېیو ورځو راهیسې په کابل کې د غازو بیې دوه برابره لوړې شوي، چې خلک یې د اخیستلو توان نه لري. یو حکومت چې ښه پوهېږي، سوړ ژمی راروان دی، خلک له لوږې سره مخ دي، اقتصاد یې صفر سره برابر دی، ولس د پولۍ ټک ته ناست دی، بې‌کاري اوج کې ده، د لویو لارو د پاکولو لپاره عصري ماشینونه نه لري، نو بیا هم دومره بې‌پروايي کوي؟ حکومت باید د ژمي موسم نه مخکې ډېر غاز وارد کړی وی، په دولتي ذخیرو کې یې ذخیره کړی وي او اوس یې ولس ته په هغه بیه ورکړی وی، چې کومه بیه یې اخیستی و. یوازې غاز نه دی، بلکې زموږ په شان هېواد چې په سلو کې سل توکي له بهره واردوي، باید ټول ذخیره کړي.
د ژمي دوه میاشتې لا پاتې دي او د سختو ورښتونو، واورو، سېلابونو او توپانونو اټکل کېږي. پرو سږکال هم په گڼو ولایتونو کې واورو، سېلابونو او ورښتونو گڼ زیانونه واړول؛ خو حکومت یې یوازې د مړو او ټپیانو شمېره رسنیزه کوله، نه یې ورسره مرسته وکړه، نه یې د خواخوږۍ لاس ورکړ، نه یې ورته تدابیر ونیول. سږکال هم پروسږنۍ لوبه روانه ده او حکومت یوازې ژمنې ورکوي او هوا گزوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close