د رابرټ اوبراین څرګندونې او د خالد مايوسي

جاوید افغان

تیره ورځ د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په خپلو څرګندونو کي یو ځل بیا په دې ټينګار وکړ چې که يې له طالبانو سره د سولې پریکړه لیک لاسلیک نشي هم، امریکا غواړې په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمیر کم او یا هم ټول وباسي.

 که څه هم معلومه نه ده چې دوی به څومره ځواکونه، او څه وخت له افغانستان څخه وباسي، خو د امریکایانو په خپل اعتراف تیر ۲۰۱۹ م کال بهرنیانو ته له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دیخوا تر ټولو خونړی او له تلفاتو څخه ډک کال و.

حالاتو ته په کتو شاید روان ۲۰۲۰ م کال د دوی لپاره لا خونړی ثابت شي او کیدای شي د عسکرو د مرګ ژوبلې شمیره يې تر دغه هم زیاته شي، نو ځکه امریکا سر له  اوسه لا د خپلو عسکرو په کمولو او ايستلو غور کوي،  تر څو یې په راتلونکي کې د عسکرو تلفات کم او تر یوه حده هغه مالي بوج هم راټیټ شي چې له کلونو راپه دیخوا د امریکا په اوږو پروت او لا یې پایله او پای نه دی معلوم.

د اوبراین دغو وروستیو څرګندونو په جګړه او ویجاړۍ باورلرونکي هغه کسان چې د سولي مخته يې خنډونه جوړول له سختې مايوسۍ سره مخ کړي دي، د دوی دا خيال ؤ چې زموږ عسکر او پوليس د واشنګټن د ګټو ساتلو لپاره ځانونه قربانوي، نو امريکايان به هم راسره جفأ نۀ کوي، تر اخره به راسره په ګډه د افغانستان مظلوم ولس وژنې او زموږ لاس به تل د امریکا په غوړه کاسه کې وي، خو د براین د خبرو په ګډون د امریکا وروستي چلند د دوی اټکلونو ناسم او هیلي له کواښونو سره مخ کړې.

د کابل ادارې په اصطلاح دفاع وزیر اسد الله خالد پرون په ډيره مايوسۍ د پوليسو يوې غونډې ته د وینا پر مهال و ویل: امريکا به له موږ سره نۀ پاتي کيږي او هغوی به خامخا یوه ورځ له افغانستان څخه ځي، خو موږ او تاسو باید دا شل کلنې لاسته راوړنې (!) وساتو او هغه د سولې قرباني نۀ کړو.

راځئ وګورو چې په تیرو دوه لسیزو کې دوی د اشغال تر سیورې لاندې کومې لاسته راوړنې لرې!

آيا ریښتیا هم هغه دومره ارزي چې سوله دي ورته قرباني شي!!؟

۱- اداري فساد، چې د نړۍ په سطحه افغانستان پکې څو ځله لومړی مقام وګاټه!

۲-  فحشا او همجنس بازي هغه حد ته ورسېده چې له ارګه تر پوستې مستندو پېښو یې د ملت په غبرګون برسېره آن نړیوال بې حوصلي او په کابل اداره د دغه ستر شرم د مخنیوي غږ وکړ.

۳- د واشنګټن ساتل او په مقابل کې افغان ولس وژل، بندي کول، او د کورونو نړول ترڅو د واشنګټن او نيويارک ګټې خوندې شي!

۴ – غلاوې، قتلونه، اختطافونه، د نورو ولاياتو په نسبت اکثریت يې د پلازمېنې کابل او ارګ په څنډو کې!

۵ – په عامو لارو کې له بي وزلو هیوادوالو څخه پيسې او قيمتي اجناس اخیستل او آن د یوه پنځوسې په نۀ ورکولو سره یو غربیکار افغان ویشتل او په شهادت رسول!

۶ـ بې حجابي، په شهواني سندرو او فلمونو د بې لارې شوو ښځو او نارینه وو خلطیت او د قرآني، نبوي ارشاداتو او افغاني عنعناتو  له پامه غور ځول!؟

دا او دې ته ورته په سلګونو هغه زړه بوږنوونکي پيښي او ناروا کړنې دي چي تاریخ یې سپک او په دې شل کاله کې یې په ملت کې وینه وټوکله، خو دوی ورته لاسته راوړنې وايي او لا نور هم غواړي بې شمېره ملي منافع او ارزښتونه د خپلو شخصي ګټو قرباني کړي.

نن چې امریکا په ماتیدو ده او غواړي د مذاکراتو له لارې ځانته د وتلو ابرومندانه لار ولټوي او خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي، دلته ګومارلي مجرمین يې د ملت له حساب څخه ډاریږي او اوس لا خپلي څېرې ورته په اوبو کې خړي ښکاري.

دوی په تیرو دوه لسیزو کې داسې ناروا اعمال تر سره کړي چې انسانیت ترې پناه غواړي.

د کابل بې واکې ادارې ته دي څرګنده وي چې اوس ستاسو باداران (امريکايان) هم دې نتيجې ته رسيدلي دي چې په تاسو یې ښه نه کېږي، تاسو او دوی په ګډه د افغان مجاهد ولس په وړاندې جګړه بایللې او ټول ورته د بې پایلې جګړې نوم ورکوي، تاسو بیا څوک یاست چې د شل کلنو اوتو بوتو یادونه کوئ!

تاسو ته دي معلومه وي چې پردی کټ تر نیمو شپو دی او تاسو به  د ملت له حساب ورکولو څخه خلاصون ونه مومئ.

سوله به راځې او اشغال به خاتمه مومي.

 ان شاءالله العزيز.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close