مارک اسپر: ټرمپ د ایران پر ضد د نظامي اقدام ”قانوني واک“ لري

عزم (سه شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۸): د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د امریکا له ملي رادیو سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا جمهور رییس دا واک لري چې ایران او متحدین یې هدف وګرځوي.

هغه همدا راز ویلي چې د سلیماني په وژلو کې په کور دننه امریکایي چارواکي په یوه نظر وو.

اسپر زیاته کړې چې ایران د خپلو نیابتي سرتیرو مسئول دی. ”مونږ خپل قانوني حق پیژنو، چیرته چې د قانون له نظره مناسب وي له خپل ځان دفاع کوو او په خلاف یې داسې اقدام کوو چې نیابتي سرتیري یې د خپلو کړنو له امله د پوښتنې وړ وګرځي“.

نوموړي ویلي چې د امریکا د اساسي قانون د دویمې مادې له مخې ټرمپ حق لري چې پر ایران برید وکړي.

دغه ماده د امریکا ولسمشر ته اجازه ورکوي چې په امریکا د برید پر وخت نظامي ځواک وکاروي.

اسپر همداراز ویلي چې د هغه قانون له مخې هم ټرمپ پر ایران د برید حق لري چې په ۲۰۰۱ کال کې د ۱۱ ستمبر تر بریدونو وروسته ”له امریکایي سرتیرو د استفادې“ په نوم د امریکا کانګرس تصویب کړ.

اسپر د سلیماني د وژلو په اړه ویلي چې د هغه عمل مقابل کې چې سلیماني کړي او یا یې اراده درلوده امریکایي چارواکي ټول په یوه نظر وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: