بریښنا شرکت: راتلونکې میاشت د کاسا زر پروژې چارې پیلیږي

عزم(سه شنبه،۲۴مرغومی ،۱۳۹۸):د بریښنا شرکت چارواکي وایي، د کاسازر پروژې د سروې ۵۰ سلنه چارې یې بشپړې کړې او په پام کې ده چې راتلونکې میاشت عملي کارونه پیل شي.
مسؤلین وایی، تر اوسه د هغو سیمو چې دا پروژه ترې تیریږي، د مټو لګولو لپاره په اویا ځایونو کې د کیندنو کار بشپړشوی او د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به یې عملي کار پيل شي.

د دغه شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي یک تلویزیون ته ویلي دي چې اوسمهال د دغې پروژې د لارې په اوږدو کې په پنځو ولایتونو کې د ځمکو د استملاک کار هم مخ پر بشپړیدو دی.

نوموړی زیاتوي، ټاکل شوې ده چې راتلونکې میلادي میاشت به د دغې پروژې د عملي کار پرانیسته په کابل کې وشي چې په کې به د قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان هیوادونو استازي هم ګډون ولري.

د یادونې وړ ده چې د کاسا زر بریښناپروژې لینونه له کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه تر تیریدو ورسته  پاکستان ته رسیږي.

دغه پروژه د قرغزستان او تاجیکستان ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا افغانستان او پاکستان ته لیږدوي؛ چې ۱۰۰۰ به یې پاکستان او پاتې درې سوه یې افغانستان ته ورکول کیږي.
افغان حکومت به له دغې پروژې څخه په کلنۍ توګه ۵۰ میلیونه ډالره ترانزیټ ترلاسه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: