طالبانو د اسدالله خالد له خوا د “اتلس کلنو لاسته راوړنو د ساتنې” تعریف کړی

سرمقاله وایي«یا ښایی اسدخالد ۱۸کلني لاسته راوړني هغه آډیو کلیپ ګڼي چې نوموړی له یوې فاحشې وکیلي سره د اسلامیت، افغانيت، پښتونولۍ او انساني مروت خلاف د بربنډي فحشا خبري کوي.»

عزم(سه شنبه،۲۴مرغومی ،۱۳۹۸):وروسته تر هغه چې تیره ورځ د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په یوه غونډه کې یوځل بیا د تیرو اتلس کلنو لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې «افغانان دي د قطر له مذاکراتو اندیښنه نه کوي، په وینا یې، افغان ځواکونه به اجازه ورنکړي، چې اتلس کلنې لاسته راوړنې مو د سولې د خبرو قرباني شي»؛ طالبانو یې پر وړاندې غبرګون ښوودلی او د نوموړي دا څرګندونې یې د سولي په وړاندي “د بدنیتي اظهار بللی دی”.

طالبانو پهدخپله سرمقاله کې ویلي، دا چي اسد خالد اتلس کلني لاسته راوړني څه ګڼي؟؛ په دې سړی نه پوهیږي، خو په وینایې چې « ښایي هدف یې دا اتلس کاله د افغانانو قتل عام وي، ښایی هدف یې دا شپه او ورځ د افغانانو پر کورونو چاپې او بمبارونه وي، ښایی مطلب یې هغه مالي فساد وي چې ګران افغانستان ته یې د نړۍ په کچه لومړۍ مقام ور په برخه کړ، ښایی هغه مخدرات یې مقصد وي چې د دوی او د دوی د بادارانو له برکته یې کچه له صفره تر۸۲٪ سلني پورته شوه، او یا ښایی د بلیک واټر او سی آی ایې د ملیشو هغه خودسرانه وحشتونه یې لاسته راوړنه وي چې د ارګ په څومترۍ (خیرخانه) کې د آمرستار په نوم ارګ پلوی اربکی قومندان له خپلو خلکو سره په علني ډول ورته ووژني خو په اصطلاح سرأعلی قومندان/ رئیس جمهور یې نه ورباندي خبر وي او نه یې د پوښتني جرأت لرلای شي. او یا ښایی مقصد یې د ولسمشرۍ هغه بریالي انتخابات وي، چې که د دوی پرځای یو بل څوک ذی شعوره انسان وای؛ په نوم اخیستلو به یې د شرم احساس کاوه.»

سرمقاله کې د اسدالله خالد او ملالۍ شینوارې تر منځ وروستۍ خپره شوې تلیفوني مکالمې ته چې دواړو لوریو په کې په خورا بې باکانه توګه لوڅې ناموسي خبرې سره تبادله کړې اشاره کړې او دا یې هم ددوی د لاسته راوړنې په توګه یاده کړې ده؛ سرمقاله کې ویل شوي«او یا ښایی اسدخالد ۱۸کلني لاسته وروړني هغه آډیو کلیپ ګڼي چې نوموړی له یوې فاحشې وکیلي سره د اسلامیت، افغانيت، پښتونولۍ او انساني مروت خلاف د بربنډي فحشا خبري کوي. او یا ښایی هدف یې د ارګ په دننه کې د فحاشۍ هغه بربنډه دوسیه وي چې خپله ارګ میشتو میډیا ته وړاندي کړي»

سرمقاله وایي چې د کابل حکومت چارواکو تل د بهرنیو پوځیانو د پاتي کیدلو په تکراري غوښتني سره د جګړې پردوام او د افغانانو پر قتل عام تاکید کړی،« په داسي حال کې چې د افغان ولس عاجله اړتیا ژوندي پاتي کیدل دی، له بمبار، چاپې، ډرون، وحشت او ظلم څخه د سر، مال، اولاد، کورکلي او جومات ساتنه ده، په خپلواک، هیواد کې د سولي او ثبات سره ژوند تیرول یې آساسي اړتیا ده»

طالبانو ویلي دي چې«د افغان ولس غوښتنه دا ده چې سوله دي راشي که څه هم په قیمت کې یې دا ظالم چارواکي له منځه ولاړ شي، ولس دا نه غواړي چې سوله دې د ګوډاګیانو د موجودیت او د هغوی د خواهشاتو قرباني شي. دا هغه حقیقت دی چې د کابل چارواکي خپله هم ښه پري پوهیږي.»

طالبانو د خپلې سرمقالې په پای کې خبرداری ورکړی دی چې د کابل حکومت چارواکي به طبعاً د ۱۸کلن دست آورد په نامه د افغان ولس د امیدونو او سولې په وړاندي د خپلې کرکې اظهار کوي. خو په وینا یې چې «دا ارمان به یې هیڅکله پوره نشي. سوله به راځي، که څه هم په قیمت کي یې د سولي دا دښمنان قرباني کیږي.»

د یادونې وړ ده چې طالبان داسې مهال د ملي دفاع وزارت د سرپرست خبرو ته غبرګون ښیي چې په ورته وخت کې ارګ له طالبانو د بشپړ اوربند او اجرایه ریاست د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنې هم کړې، هغه فرمایشات چې طالبانو ورته تر دې مهاله د غبرګون ښوودلو ارزښت نه دی ورکړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: