سیګار: افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه غریبترین هیواد دی

عزم(سه شنبه، ۲۴ مرغومی ۱۳۹۸): د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حار اداره سیګار وایي چې افغانستان د نړۍ په کچه یو بیوزله او فقیر هیواد دی، ځکه چې ۵۵ سلنه خلک یې روزانه له یو ډالر کم عاید باندې ژوند تیروي.

سیګار په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان خلک دومره بېوسه دي چې په کال کې په اوسط ډول ۸ ډالر مصرفوي.

د امریکا دغې ادارې ویلي دي چې افغانستان کې څلور لسیزې جنګ افغانانو ته سخت زیانونه اړولي دي او دغه هیواد اوس د نړۍ په کچه غریبترین هیواد دی.

سیګار ویلي چې د صحت تعلیم او ښځو د حقوقو په شمول ټولو برخو کې لاسته راوړنې باید خوندي شي.

دغې ادارې همداراز ویلي چې د دغو لاسته راوړنو د ساتنې او نورو هغو سیمو کې چې له پرمختګ څخه پاته دي باید هڅې وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: