ویلیام ورده: پر امریکایانو د حشد شعبي ډلې د برید ملاتړ کوو

عزم(سه شنبه، ۲۴ مرغومی ۱۳۹۸): د عراق حکومت وایي کله به هم بیا داسې تړون لاسلیک نه کړي چې بهرني ځواکونه دې په دغه هیواد کې پاته شي.

د عراق د ولسمشر ویاند ویلیام ورده ویلي، د حشد شعبي ډلې له لوري په عراق کې پر بهرنیو ځواکونو د برید ملاتړ کوي ځکه بهرنیان دلته په زور خپل حضور ته دوام ورکوي.

هغه ویلي د پارلمان د پریکړې ملاتړ کوي او یوازې د امریکایي نه بلکې د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو غوښتنه کوي باید چې د دوی له هیواد و وځي.

نوموړي ویلي له امریکا سره یې داسې کوم تړون نده پاتې چې له مخې دې امریکایي سرتیري په دغه هیواد کې خپل شتون ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ دی چې عراق کې د امریکا د سپاه پاسداران ځواک د مشر قاسم سلیماني له وژل کیدلو وروسته د عراق پارلمان پریکړه وکړه چې امریکایي سرتیري دې له دغه هیواد څخه و وځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close