حکومت د قیصاري پر کور عملیات تیروتنه بولي او تاوان یې ورکوي

باخبره دولتي سرچینې وایي،  دامهال حکومت یو ټیم د قیصاري کور ته لیږلی او د هغه کور د ترمیم د ارزونې لپاره یې په کار پیل کړی دی.

عزم(سه شنبه،۲۴مرغومی ،۱۳۹۸):نږدې یوه میاشت وړاندې ځانګړو افغان ځواکونو په بلخ کې د فاریاب ولایت د یوه زورواکي قوماندان جنرال نظام الدین قیصاري پر کور د هوا او ځمکې له لارې عملیات ترسره کړل؛ چې له ۴۸ ساعتونو دوه اړخیزه مقاومت وروسته جنرال قیصاري له کوره په مرموز ډول وایستل شو او د قیصاري د ملګرو په ګډون نږدې شلو تنو کمانډویانو ته مرګ ژوبله واوښته.

اوس چې له یادو پوځي عملیاتو څو اونۍ تیریږي، حکومت یې تیروتنه بولي او قیصاري ته د خسارې ورکولو تکل لري.

د ولسي جرګې غړی عبدالله قرلق کابل نیوز ته منلې ده چې ګواکې حکومت په دې هڅه کې ده تر څو جنرال قیصاري بیرته را خپل او ورسره یوه تفاهم ته ورسیږي.

باخبره دولتي سرچینې وایي،  دامهال حکومت یو ټیم د قیصاري کور ته لیږلی او د هغه کور د ترمیم د ارزونې لپاره یې په کار پیل کړی دی.

د ولسي جرګې غړي دا عملیات د شخصي عقدې او ګټو لپاره بولي او زیاتوي چې یادو عملیاتو په بشپړ ډول غیرقانوني رنګ درلوده.
وکیل محمد عالم ساعي وايي، د ولسي جرګې د پلاوي د معلوماتو له مخې پر نوموړي “قیصاري”حمله غیر قانوني او د محکمې له حکم پرته وه او اوسنی جوړجاړی هم د ځینو ګټو پر اساس ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې جنرال نظام الدین قیصاري څومیاشتې وړاندې هم د خپلسرو کړنو او په جنایي پیښو کې د ښکیلتیا له امله نیول شوی وه چې وروسته په دې موخه چې ګواکې په ازبک ټبر کې به د اشرف غني لپاره ټاکنیزکمپاین ترسره کوي، پریښوودل شو.
خو نوموړي تر خپلې آزادي وروسته د تاکنیزو منډو ترړو پر مهال د ارګ د واکمن ټیم پرځای رحمت الله نبیل سره لاره یوه کړه او له هغه سره په ټاکنیزو کمپاینونو کې ملګری شو.
ویل کیږي چې جنرال نظام قیصاري دا مهال په بلخ کې د جرمني په قونسلګرۍ کې میشت دی او له همغه آدرسه د اشرف غني د ډلې او د نوموړي تر منځ د جوړجاړي هڅې پیل شوې دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close