بلخ کې چاودنو ۱۱ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

عزم(سه‌شنبه، ۲۴، مرغومی، ١٣٩٨ل): د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې نن پرله‌پسې دوې چاودنې شوې، چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او ۹ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منېراحمد فرهاد وايي، چاودنې د مزار شریف ښار په نهمه امنیتي حوزه کې شوې او مرګ‌ژوبله یوازې ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه وايي، چاودنې د سړک پر غاړه د ایښودل شویو ماینونو له امله شوې، چې دوه ماشومان یې وژلي او ۹ تنه یې ټپیان کړي دي.

دی وايي، تراوسه د چاودنې لامل معلوم شوی نه دی.

خو ځايي خلک وايي، چاودنې د بلخ د ولسوال ګلبازخان د کور مخې ته شوي دي او هدف یې هم ولسوال وو.

تراوسه د نننیو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close