یرغل: د ننګرهار امنیتي چارواکو یوازې د یوې نیوکې له امله ترې پوښتنې وکړې

عزم(سه‌شنبه، ۲۴، مرغومی، ١٣٩٨ل): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو لیکوال یوازې د دې له امله د پولیسو تر څارنې لاندې راغلی دی، چې د ننګرهار پر امنیتي چارواکو یې نیوکې کړې وې.

انورالحق یرغل پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، په جلال اباد کې جنايي پېښې ډېرې شوي او ما په همدې تړاو د ننګرهار پر امنیتي چارواکو نیوکه کړې وه؛ خو د ننګرهار د امنیې قومندانۍ امنیه قومندان، د کشف آمر او جنايي مدیر ورغوښتی او د همدې یوې نیوکې له امله یې ترې پوښتنې وکړې.

«جلال اباد کې د وروستيو امنيتي پېښو په اړه زما د يوې ليکنې په تړاو نن امنيې قومندانۍ ته وربلل شوى وم، هلته رانه په دې اړه پوښتنې وشوې، ما ځوابونه ورکړل، امنيه قومندان، د کشف امر او جنايي مدير سره مې ليده وشول، هر يو د وروستيو پېښو په اړه خپل دلايل لرل چې تر ډېره بېلابېلو برخو کې د امکاناتو نشتون او د کم پرسونل ستونزې يادې شوې چې مرکزي حکومت بايد دې برخې ته پام وکړي.»

د یرغل په خبره، حکومت د بیان د ازادۍ شعار هم ورکوي؛ خو یوازې د یوې معقولې نیوکې له امله دې امنیه قومندانۍ ته بلل کېږي او پوښتنې ترې هم کېږي.

«د هغو چاپلوسانو مخ دې همداسې تور وي چې پدې موضوع کې يې پورته صاحبانو ته زما په اړه له خېټې او ک بېځايه سپيتوب، چمچه توب او منافقت کړى و.»

د عصمت پاڅون په نامه یو کس ورته لیکلي، داسې نظام چې د یوې نیوکې زغم نه لري، نو خلک دې خپلې خولې وتړي.

د عطاء محمد هیله‌من په نامه یو بل کس ورته لیکلي«همدا چې غوښتی يې، تر دې بل سپک اقدام نشته، دوی هېڅ حق نلري چې د ليکنې په اړه سپيناوي وغواړي.»

ایمل ظاهر په نامه یو کس لیکلي، حکومت یوازې غورې زده دي، خو نه د خلکو امنیت ساتلی شي او نه د نیوکې زغم لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې حکومتي چارواکي د فېسبوک هغه کاروونکو ته ګواښ کوي، چې پر دوی نیوکې کوي.

د ټولنیزو رسنیو ډېر کاروونکي جلال اباد ته «باړه» وايي، چې نه پکې د خلکو ژوند خوندي دی او نه یې چارواکي د امنیت ټینګولو غم کوي.

څو اوونۍ وړاندې د خوست د ملي امنیت رئیس د فېسبوک دوه کاروونکي د دې له امله بندیان کړي وو، چې پر ځای چارواکي یې نیوکې کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: