د کندهار د ممیزو حاصلات ډېر شوي

عزم(سه‌شنبه، ۲۴، مرغومی، ١٣٩٨ل): د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې د انګورو کلنی تولید تر ۲۸۰ زره مټریک ټنو پورې رسېږي، درې برخې يې په تازه بڼه او یوه برخه يې له وچېدو وروسته کورنیو او نړيوالو مارکېټونو ته د ممیز په ډول صادرېږي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس حفیظ الله سیدي وایي، چې کندهار کې سږکال له ۲۸۰ زره مټریک ټنه تولید شوو انګور۳۵ زره مټریک ټنه ممیز تولید شوي دي.

دی وايي، د کرنې وزارت له خوا د کندهار ولایت انګورو بڼوالو لپاره ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۳۸۸ ممیز خونې جوړ شوي دي، چې ورسره د ممیزو په کیفیت کې مثبت بدلون راغلی دی.

د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د دغه ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۲۰زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه د انګورو تاکونه ولاړ دي، چې دې وروستیو کې يې یو شمېر د کرنې وزارت په همکارۍ عصري شوي هم دي.

په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شته لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور.

د کندهار دامان، ژړۍ، پنجوایي، معروف، شاه‌ولي‌کوټ، ‌‌‌‌‌‌ډنډ او ارغستان هغه ولسوالۍ دي، چې د انګور ډېر بڼونه په کې جوړې شوي دي.

د کندهار ولایت په ډنډ، دامان، ارغنداب، پنجوایي او ژړۍ ولسوالیو کې د انګورو بڼوالو لپاره لسګونه عصري ممیزخونې جوړې کړي دي.

ممیز د افغانستان له مهمو صادراتو څخه دي، چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته هم صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close