کرېکټ: افغان لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې بېرته اووم مقام خپل کړ

عزم(سه‌شنبه، ۲۴، مرغومی، ١٣٩٨ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې افغان لوبډلې یو ځل بیا له اتم مقام څخه اووم مقام ته پورته شوې او د سرېلانکا لوبډله یې شاته کړې ده.

افغانستان او سرېلانکا دواړه لوبډلې په شل اوريزو لوبو کې ۲۳۶-۲۳۶ نومرې لري، چې افغانستان په ۲۳ لوبو او سرېلانکا په ۲۹ لوبو کې ترلاسه کړې دي.

سرېلانکا لوبډلې تېر کال له پاکستان څخه ۳شل اوریزې لوبې وګټلې، چې له امله یې افغان لوبډله شاته کړه، خو له اسټرالیا او هندوستان یې پرله‌پسې څلور ماتې وخوړې او له اووم ځای څخه اتم ځای ته ښکته شوه.

اوس‌مهال په شل اوریزو لوبو کې پاکستان لومړی، اسټرالیا دویم، انګلستان درېیم، سویلي افریقا څلورم، هندوستان پنځم، نیوزیلنډ شپږم، افغانستان اووم، سرېلانکا اتم، بنګله‌دېش نهم او ویسټ انډیز په لسم مقامونو دي.

که افغان لوبډله په راتلونکي اسیا جام، نړیوال جام او له ایریلنډ سره راتلونکې شل اوریزې لوبې په لوی توپیر وګټي، نو له اووم ځای څخه نوره هم مخکې کېدای شي.

له بل لوري د کرېکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو نړيوالو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکو راشد خان لومړی مقام او مجيب الرحمن دويم مقام ساتلی دی، محمد نبي د الراونډرانو«ټول چارو» په برخه کې د تېر په څېر په لومړي مقام دی او حضرت الله ځاځي بيا د توپوهونکو په لړ کې اتم مقام ساتلی دی.

افغان لوبډلې له ۲۰۱۷نه تر ۲۰۱۹ز کلونو ترمنځ ۱۲ شل اوریزې لوبې پرله‌پسې وګټلې، خو له زمبابوې، بنګله‌دېش او ویسټ انډیز څخه یې یوه، یوه ماتې وخوړه.

له ۲۰۱۷ز کال راهیسې افغان لوبډلې تراوسه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ نه ده بایللې، خو په یو ورځنیو لوبو کې یې بیا پرله‌پسې ۱۳ماتې وخوړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close