مسیر: ولسي جرګې خپل ارزښت بایللی دی

عزم(سه‌شنبه، ۲۴، مرغومی، ١٣٩٨ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ روانو ناندریو باندې بحث کړی دی.

ورځپاڼې«ولسي جرګه ولې بې ارزښته شوې؟» تر سرلیک لاندې لیکلي، ولسي جرګې څو ځلې د سوداګرۍ چارسمبالی وزیر غوښتی، خو نوموړی نه حاضرېږي، چې د ولسي جرګې غړو ته ځواب ووايي؛ خو پرون یې د سوداګرۍ وزارت بودیجه وځنډوله او نوموړی یې بې‌واکه کړ.

«ولسي جرګه بیا بیا د سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي جرګې ته ورغواړي، خو ښاغلی احمدي نه ورځي. پرون د ولسي جرګې غړو یو متفاوت ګام واخیست، د سوداګرۍ وزارت لپاره ټاکل شوې بودجه یې وځنډوله او پرېکړه یې وکړه چې ولسي جرګه نور اجمل احمدي د سوداګرۍ د سرپرست وزیر په توګه نه پېژني او ټولې کړنې یې ناقانونه دي. یوازې اجمل احمدي نه دی، بلکې نور سرپرست وزیران هم ډېر وخت یا ولسي جرګې ته نه ورځي او یا یې هم د وکیلانو خبرو او نظرونو ته ارزښت نه ورکوي.»

ورځپاڼې لیکلي، د سوداګرۍ وزیر اجمل احمدي نه پر پښتو پوهېږي، نه په دري، نو څنګه به د ولسي جرګې غړو ته ځواب ووايي. بل اجمل احمدي چارسمبالی وزیر دی او یوازې له اشرف غني سره د ښو اړیکو په زور وزیر شوی دی.

«اجمل احمدي خو به له دې امله ولسي جرګې ته نه ورځي چې نه په پښتو او نه هم په دري خبرې کولی شي، خو ډېری وزارتونه سرپرستان اداره کوي چې په طبیعي ډول د ولسي جرګې پر وړاندې بې تفاوته دي. د ولسمشر غني د واکمنۍ تر پایه پورې کابینه تکمیل نه شوه او همدا اوس هم تر نیمايي ډېر وزارتونه سرپرستان اداره کوي. دا سرپرستان ډاډمن دي چې ولسمشر غني یې د رایې لپاره ولسي جرګې ته نه ورپېژني او د وکیلانو رایې ته اړتیا نه لري، له همدې امله د ولسي جرګې پر وړاندې بې تفاوته دي. له بله اړخه دوی پر دې هم ډاډمن دي چې که د ولسي جرګې غوښتنې قانوني هم وي او اساسي قانون دوی مجبور کړي چې جرګې ته ځواب ووايي، خو ولسمشر دا قوانین په نظر کې نه نیسي او ولسي جرګې ته اهمیت نه ورکوي. د دې تر څنګ، ولسمشر غني بیا بیا حکومتي چارواکو ته دا روحیه ورکوي او آن په حکومت کې اوس دا ذهنیت عام دی چې ولسي جرګه مهمه نه ده، اهمیت باید ور نه کړل شي او حکومتي چارواکي باید کارونه هغسې مخکې یوسي، چې ارګ یې غواړي. په اوسني حکومت کې ذهنیت داسې دی چې که له یوه چارواکي ولسمشر راضي وي، نو دا مهمه نه ده چې ولسي جرګه، مشرانو جرګه، ولس او آن خپل مامورین ترې ناراضه وي. له همدې امله د اجمل احمدي غوندي خلک سرپرست وزیران دي چې نه پر پښتو پوهېږي، نه پر دری او نه هم کوم داسې کمال لري چې وزارت ته یې ځانګړی کار کړی وي. یوازې له ولسمشر سره یې ښه اړیکه ده، دا چې دا اړیکه، څه ده، چا جوړه کړې، څنګه یې جوړه کړې، معلومه نه ده، خو پخه اړیکه ده. دا اړیکه د دې سبب شوې چې ولسمشر د اجمل احمدي پر ټولو نیمګړتیاوو سترګې پټې کړي، ملي شورا پرې خپه کړي او آن وزارت پرې خراب کړي.

له ولسي جرګې سره د حکومت چلند داسې دی، لکه دا جرګه چې یوه بې مانا، بې ارزښته، ناقانونه او بې صلاحیته وي، خو په دې کې خپله د ولسي جرګې ستونزه هم ده.»

د مسیر په باور، ځینې وکیلان حکومت ټاکلي او حکومتي وکیلان نه غواړي، چې ځانونه له حکومت سره مخامخ کړي، نو د همدې له امله ولسي جرګې خپل ارزښت بایللی دی او بې‌ارزښته شوې ده.

«په جرګه کې داسې وکیلان شته چې حکومت راوستلي او یا له حکومت سره د اړیکو لپاره پر هر څه پښه ږدي. له بله اړخه د ولسي جرګې کمزوری چلند، بې دریځي او نه جدیت هم د دې سبب شوي چې دا جرګه هم د حکومت پر وړاندې بې مانا او بې ارزښته شي او هم ولس پرې باور له لاسه ورکړي. که ولسي جرګه غواړي اهمیت پیدا کړي، نو باید خپل ټول هغه صلاحیتونه اعمال کړي چې قانون ورکړي دي. د سرپرستۍ ټغر باید ور ټول کړي او له حکومت سره جدي حساب کتاب وکړي. له دې پرته بې اهمیته او بې ارزښته ولسي جرګه لا زیاته لوېږي او خپل حیثیت له لاسه ورکوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close