ویسا: اوسنی حکومت یوازې په خپلو تبلیغاتو ژوندی دی

عزم(سه‌شنبه، ۲۴، مرغومی، ١٣٩٨ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې احتمال او پر افغانستان یې اغېزې باندې بحث کړی.

د ویسا په باور، که دواړه هېوادونه جګړه پیل کړي، نو ډېر زیان به یې افغان ولس ته ورسېږي؛ ځکه په افغانستان کې اوس‌مهال امریکايي او ناټو عسکر دېره دي او دواړه لوري په افغانستان کې پراخ استخباراتي مرکزونه هم لري.

«څو وروستۍ ورځې په افغانستان او سیمه کې داسې وې چې د نړۍ په کچه یې د خلکو له سترګو خوب تښتولی ؤ. امریکا د سپاه پاسداران د قدس ډلې قوماندان قاسم سلیماني په عراق کې وواژه، ایران د هغه د کسات غږ اوچت کړ، زموږ د هېواد په شمول په نړیوالو رسنیو کې د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو اټکلونه وشول. که خدای مه کړه دغه بحران نور هم ژور شي او بالاخره ایران او امریکا یوه مخامخ ټکر ته ننوزي، ددې غمیزې ستر زیان به بیا هم زموږ ولس ګالي. که مخامخ ټکر نه وي چې اوس یې امکان لږ ښکاري د ایران او امریکا مخالفت او دښمني نور زرګري جګړه نه ده د دواړو تر منځ نیابتي او استخباراتي سیالۍ به خامخا دوام لري او افغانستان به د دې جګړې او سیالۍ یو ډګر خامخا وي. زموږ ولس سمدستي له دوو لویو بدمرغیو سره مخ دی. یو دا چې د امریکا په مشرۍ د ناتو ځواکونه دلته پراته دي او جنګي خپلسري ماموریتونو ته دوام ورکوي چې وخت پر وخت لویې غمیزې جوړوي، وروستۍ یې د هرات د شینډنډ بمباري وه چې تر شپېتو زیات بې ګناه افغانان پکې قرباني شول.»

ویسا لیکي، افغان نه په ولس، نه په سیمه او نه هم په نړیواله کچه اعتبار لري؛ ځکه حکومت یوازې د کابل امنیت نه شي خوندي کولای، نو دغه حکومت به څنګه بهرني عسکر په خپل اراده کې ولوبوي.

«دوهم مصیبت کمزوری او بې اعتباره حکومت دی چې د ولس په کچه یې باور او نفوذ ورځ تر بلې کمزوری کېږي. واقعیت دا دی چې اوسنی حکومت په کابل کې امنیت نشي نیولای، نور هېواد پر ځای پرېږده، حکومت اوس یوازې یو تبلیغاتي سیوری دی، عملي شتون یې ډېر لږ د لمس وړ دی، هغه هم د باج په ټولولو او ستونزو په جوړولو کې.

دغه دواړې ستونزې یو له بل سره تړاو لري، تر څو افغانان د یوه هېواد شموله داسې نظام او مشرتابه خاوندان نشي چې ټول ولس یې د خپلو ارمانونو محور وبولي د خپل راتلونکي ډاډ پرې ولري، بهرنیان به سرې سترګې پراته وي او خپلو لویو موخو ته به د افغان ولس د مصیبتونو په بیه ګام پر ګام ور نژدې کېږي. امریکایانو چې د افغانستان شموله حکومت خبره کړې ده اصلي مفهوم یې همدغه دی چې د ولس د باور کچه په حکومت کې زیاته شي، خو ښایي هم امریکایان او هم د اشرف غني ټیم له دې نه د یوه بل ګډوله معجون مرکب جوړولو په فکر کې وي، چې قیصاري، غوندې ملېشې، د ګوندونو لاپوک متمردین او د یو موټی نخودو په بیه ځان پلوري په یوه ترکیب کې را ټول کړه، خبره به جوړه شي. خو همدغه نسخې ازمویل شوې او بدې ناکامې دي چې هم ولس له مصیبتونو سره مخ کوي او هم د واک او ځواک مینان.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close