یاغي انسان ته – شفیقي

محمد زبیر شفیقي

 

زه چې راغلی یم دنیا ته د ژوندون لپاره

نو خدای-راکړې زندګي له ما نه څه له اخلې؟

د ژوند ناخوالو ته چې لاس د مرستې نه راکوې

دغه نیمګړې خوشحالي له ما نه څه له اخلې؟

***

زه هم انسان یمه، زړګی لرمه، هیلې لرم

د ژوند جذبې مې په ساده زړه کې ټوپونه وهي

غواړم د خدای په نعمتونو کړمه سترګې یخې

د ښکلا مینه مې په وینه کې موجونه وهي

***

انس او الفت انسانه چېرته درنه وغورځېدو؟

چې د خپل ذات په پرزولو کې سرور لټوې

لکه پر سترګو چې در پرېوتې پردې د جهل

ته د ذلت په بیابانونو کې غرور لټوې؟

***

وینه په وینه باندې وینځې د پاکۍ په تمه

د بدمرغیو په کوڅو کې سعادت غواړې

ابلېس دمخه، ورپسې یې د ګناه په لوري

د رسوايۍ پر غولي څنګه شرافت غواړې؟

***

د خدای پر ځمکه دا د خدای بندګان مه ځوروه

ګوره چې ستا پر کور به هم کله غوغا ګډه شي

لکه عادیان، لکه شمود، لکه نمرود او اخدود

داسې به ستا پر ښار او کلي واویلا ګډه شي

۱۳۶۹

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: