د نورو په اړه بدګماني

جبیر افغان

د ښه او بد انسان ترمنځ توپیر دا وي چې ښه انسان په بد انسان کې یو نه یو ښه صفت پلټي او بد انسان تل په ښه انسان کې خامیاني ګوري. که موږ د چا مرسته نه شو کولی نو لږ تر لږه په اړه یې غلط ګمان هم باید ونه کړو.

زموږ په ټولنه کې یوه ګناه ډېره عامه شوې ده او تر ټولو خطرناکه داده چې موږ هغه ګناه، ګناه هم نه بولو. دا ګناه په ښو او نېکانو خلګو کې هم موندل کیږي، د دنیاوالو خو خبره بېله ده.

هغه ګناه د (بدګمانۍ ) ده، مثلا که یو سړی هیډفون /ګوشکي په غوږ کې ایښی ووینو نو سمدستي دا ګمان کوو چې دا سړی سروز اوري او یا هم د یو چا سره په پټ ټلیفون اخته دی. داسې او ورته شل کیسې نوري…

د دې خبري ضرورت دی چې موږ باید خپل ذهن دومره پراخ هم نه وساتو چې هر انسان مو په نظر بد راشي. آیا زموږ ایمان او اعمال دومره ښه دي چې موږ خپله خو ځان فرشتې ګڼو او د نورو په اړه بدګمانۍ شروع کړو. د نورو په اړه له منفي فکر کولو مخکي موږ باید د خپل ځان محاسبه وکړو چې موږ خو خپله په دې ناوړه یا له هغه څخه په بد عمل کې مبتلا نه یو.

په قرآن کریم او احادیثو کې هم له دې ګناه څخه د ځان ساتلو سپارښتنه شوې ده. نور انسانان چې څه کوي خوښه یې، موږ د هغو په اعمالو مکلف نه یو بلکې په خپلو اعمالو مکلف یو. سوال کونکی ذات لوړ دی، ته یې د بل چا د اعمالو نګراني کونکی نه یې رالېږلی. ځانونه مو اصلاح کړئ او د ځان او نورو لپاره د هدایت دعاء غواړئ. الله تعالی دي زموږ د ټولو حامي او ناصر شي. آمین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: