پلازمینه کابل او ولایاتو کې د اوبلن ګاز بیه لوړه شوې

طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله ویلي دي چې، د نفتو او اوبلن ګازو ۱۴ لوی واردونکي په خپل منځ کې سره د نفتو او ګازو لپاره په بازارونو کې بیې ټاکي.

عزم(دوشنبه،۲۳ مرغومی ،۱۳۹۸):د هیواد د پلازمینې په ګډون په ګڼو ولایاتو کې د ګازو بیه په بې مخینې ډول پورته تللې ده.
د اوبلن ګازو پلورونکي وایی چې تیرو دوو اونیو کې د ګازو بیې ۳۰ افغانۍ پورته تللې چې یواځې د تیرې ورځې”شنبې” سره هم توپیر لري، «د تیرې شنبې پر ورځ د هر کیلو ګرام اوبلن ګاز بیه ۶۶ افغانۍ وه، خو د یکشنبې په ورځ ۷۷ افغانۍ ته لوړ شو. »

د ګازو پلورونکي وایي، د کابل ښار په ګاز پلورنځیو کې په یوه ورځ کې د ګازو په هر ټن کې ۱۴۰ ډالره زیاتوالی راغلی دی.

طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله ویلي دي چې، د نفتو او اوبلن ګازو ۱۴ لوی واردونکي په خپل منځ کې سره د نفتو او ګازو لپاره په بازارونو کې بیې ټاکي.

په ورته وخت کې د پلازمېنه کابل د اوبلن غازو ځینې پرچون پلورونکي هم وايي چې د ګازو د بیې بدلون د هغوی د واردوونکو په لاس کې دی.
بل لور ته د دولتي ګازو بیه له ۴۰ تر ۴۵ افغانیو پورې ده چې د آزاد بازار له ټاکلې بیې خورا کمه ده او عام ښاریان له همدې توپیري چلند اندیښمن دي.

په ورته مهال ته د تېلو او ګازو د تنظیم اداره چې د تېلو او ګازو د بازار د تنظیم او څارنې په موخه جوړه شوې، یوه مسؤل رسنیو ته ویلي دي چې، دغه اداره لا تر اوسه رییس نه لري او په بشپړه توګه یې د چارو مدیریت نه دی پیل کړی.
آخوا بیا د نفتو او ګازو د تصدي ریاست وايي، چې په دولتي زیرمو کې په زرګونو ټنه ګاز لري او بازار د ګازو له کمښت سره نه دی مخ.

د دغې ادارې مسؤلین ځیني سوداګر تورنوي، چې له وضیعته ناسمه استفاده کوي او د ګازو بیې یې لوړې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: