طالبان: د لارو تر خلاصون پورې هیڅ ترانسپورتي شرکت مسافرو ته د ټکټ ورکولو حق نه لري

طالبانو خبرداری ورکړی دی چې «که کومه نمائندګۍ د ياد کميسيون له اجازې پرته مسافرو ته ټکټونه ورکړي، له هغوى سره به شرعي چلند کيږي. »

عزم(دوشنبه،۲۳ مرغومی ،۱۳۹۸):د پرلپسې اورښتونو له امله چې د هیواد په ګڼو ولایاتو کې یې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې او خلک یې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي؛ تازه د طالبانو د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کمیسیون په یوه اعلامیه کې پر ټولو ترانسپورټي شرکتونو غږ کړی تر څو د لارو تر خلاصون پورې مسافرینو ته له ټکټونو ورکولو ډډه وکړي.
د طالبانو اعلامیه کې راغلي«د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کمېسیون روان وضعیت ته په کتو د هېواد ټولو ټرانسپورټي نمائندګیو ته خبر ورکوي، چې ترڅو د ترافیکي لارو دتګ او راتګ لپاره د چمتو کېدو پوره ډاډ ترلاسه نه کړي یوه نمایندګۍ هم مسافروته د سفر د ټکټ ورکولو اجازه نه لري»
طالبانو خبرداری ورکړی دی چې «که کومه نمائندګۍ د ياد کميسيون له اجازې پرته مسافرو ته ټکټونه ورکړي، له هغوى سره به شرعي چلند کيږي. »

اعلامیه کې پر سیمیزو طالب وسلوالو هم ژغ شوی چې له هغو مسافرو سره چې په لویو لارو کې بند پاتې دي، مرسته وکړي«همداراز ټولو مجاهدینو وروڼوته توصیه کیږي، چې پرلارو پاته مسافر سره ترخپل منزله، یاخوندي ځایونو ته په انتقال کې تر خپله وسه پوره مرسته وکړي»

باید وویل شي چې د هیواد د جنوب، شمال، مرکزي او ختيځ په ګڼو ولایتونو کې روانو ورښتونو خلکو ته په بیسارې توګه ځاني او مالي تاوانونه اړولي، ترافیکي او مواصلاتي لارې د واورو او سیلابونو له کبله زیانمنې شوې او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

شنونکي وایي، په داسې مهم وخت کې د طالبانو دا دول جدي اعلامیې کولی شي له ترافیکي پیښو او یخنۍ څخه د ډیرو هیوادوالو ژوند وژغوري.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ دطالبانو د مؤسساتو د کنترول کمیسیون له ټولوخیریه بنسټونو غوښتي وو، ترڅو هغو سیمو ته چې اورښتونو زیانمنې کړې، مرستې ورسوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close