ویسا: حکومت د عطاء محمد نور او پلویانو لپاره یې ۱۸۰ کسان له دندو ګوښه کړي

عزم(دوشنبه، ۲۳، مرغومی، ١٣٩٨ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر هغو خبرو باندې بحث کړی، چې په بهرنیو چارو وزارت کې ۱۸۰ د استازولۍ بستونه کمېږي.

ورځپاڼې لیکلي، دغه بستونه یوازې د عطاء محمد نور او د اشرف غني د انډیوالۍ لپاره کمېږي؛ خو پر ځای د نوموړي پلویان په دندو ګمارل کېږي.

«څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سر پرست اعلان وکړ چې د اصلاحاتو په موخه د دې وزارت په بهرنیو نمایندګیو او داخلي تشکیلاتو کې ۱۸۰ بستونه کمیږي. معلومه وه چې خبره د اصلاحاتو په نوم د سیاسي معاملې ده، اوس دا دي رسنیو یو شمېر نومونه اعلان کړل چې د سفیرانو او په بهر کې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې ګومارل کیږي. دغه کسان د سر پرست وزیر د ادعا برعکس یو هم د دپلوماسۍ او سیاسي استازولی یوه ورځ تجربه هم نه لري. حکومت په دې برخه کې هېڅ ډول اصول او نورمونه نه پيژني.»

ویسا لیکلي، په اوسني حکومت کې معنوي ارزښتونه له منځه تللي. یوه ورځ یو کس د اشرف غني دښمن او بله ورځ یې بیا دوست وي. خو کله چې ګټې شریکې شي، نه بیا دښمن معلوم وي او نه دوست او اشرف غني له هر چا سره معاملې کوي.

«و مو لیدل چې یوه ورځ یې د جنبش قوماندان نظام الدین قیصاري د مجرم په توګه له څرخۍ څخه ځړولی کابل ته راووړ، بله ورځ یې له سلګونو میله وسلې سره مزار ته ولیږه بله ورځ یې خاص ځواکونه ورپسې واستول او د بلخ په منځ کې یې بمبارۍ پرې وکړې. اوس حکومت له همغه قیصاري سره بیا په جوړ جاړي او معامله ناست دی.

د عطا محمد نور او غني تر منځ د دوستۍ او دښمنۍ داستان هم زموږ د سیاسي مبتذل اوږده سریال یوه برخه ده. چې یوازې د دوو تنو پر شخصي ګټو را څرخي او د ملت ارزښتونه پکې تر پښو لاندې کېږي. ښايي دا د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې اېلس وېلز او پخواني سفیر جان بس د فرمایشاتو عملي اړخ وي اشرف غني غواړي په اصطلاح حکومت يې (که یې بریا باوري شي) هېواد شموله شي، خو کله چې حکومتي ادارې دغه ډول د مادي متاع په څېر د چارواکیو شخصي ملکیت شي، حکومت، نظام او دیموکراسۍ ته به څه ور پاتې وي، دیموکراسي او اوسنی نظام په اور پسې شه! په دغه ډول لوبو کې خو ولس بربادیږي، هغه ولس چې د زرګونه کلونو لرغونتوب دعوه دار دی.»

د ویسا په باور، افغان ولس هغه وخت له خپلو ارزښتونو ساتنه کوله، چې د حکومت په نامه هېڅ هم نه وو، خو اوس پرې داسې کسان حاکمان شوي، چې له هېڅ شي مخ نه اړوي او ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

«هغه ولس چې د سیمې په کچه تاریخي ویاړونو ریښتینی خاوند ؤ او دی. کلونه کلونه یې حکومتونه نه درلودل خو دې ولس پخپلو باورونو خپل شتون ساتلی ؤ، اوس یې برخلیک د څو یارانو په لاس کې برمته دی چې نه یې د ژوند پروا لري او نه د وقار او حیثیت. د کرسیو په رشوت د ډلې پياوړي کول د څو شپو لوبه کېدای شي خو د ولس برخلیک په هېڅ صورت له هغو بدمرغیو څخه نشي ژغورلای چې ورته په مخه کې دي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: