کرېکټ: افغان الف لوبډله له سرېلانکا او بنګله‌دېش سره لوبلړۍ لري

عزم(دوشنبه، ۲۳، مرغومی، ١٣٩٨ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، افغان الف لوبډله له سرېلانکا او بنګله‌دېش الف لوبډلو سره لوبلړۍ لري، چې په راتلونکو مۍ، جون، سپټمبر او اکټوبر میاشتو کې به ترسره شي.

د افغانستان اې لوبډله د سرېلانکا او بنګله‌دېش اې لوبډلو سره د څلور ورځنيو او پنځوس اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، چې د سرېلانکا په کوربه‌توب به افغانستان په سرېلانکا کې د سرېلانکا له اې لوبډلې سره لوبلړۍ ترسره کړي او د افغانستان په کوربه‌توب به بيا له بنګله‌دېش سره په هند کې د افغانستان اې لوبډله لوبلړۍ ترسره کړي.

د افغانستان او سرېلانکا د اې لوبډلو ترمنځ د مۍ او جون په میاشت کې دوه څلور ورځنۍ او ۳ پنځوس اوريزې سيالۍ ترسره کېږي. دغه سيالۍ چې سرېلانکا يې کوربه‌توب کوي، د مۍ په اتمه نېټه به پيل شي او د جون تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

همدا راز د سپتمبر او اکتوبر په مياشت کې به بيا افغانستان د بنګله‌دېش اې لوبډلې کوربه توب کوي، چې دوه څلور ورځنۍ او ۵ پنځوس اوريزې لوبې به د هند په ګريټر نويډا کې ترسره کوي. يادې سيالۍ به د سپتمبر په ۷مه نېټه پيل شي او د اکتوبر تر ۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ داسې مهال د لوبډلو کوربه‌توب په غاړه اخلي، چې اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او د لوبغاړو معاشونه یې له تېرو څو میاشتو راهیسې نه دي ورکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close