ادبي غلا او ډولونه یې

له ادبي غلا مطلب دا دی چې يو څوک شعر يا نثر تيار کړي، خو بل نفر هغه تیاره ليکنه يا وينا په ځان پسي واړوي. ډېر خلک ګومان کوي چې دا کړنه يوازې هغه وخت غلا ګڼل کېږي چې کټ مټ هغه قالب او هغه معنیٰ وتښتول شي؛ خو د ادب پوهانو په نزد ادبي غلا ګڼ ډولونه لري.

عبدالرقیب رقیب

غلا د حرمت ترڅنګ ناځواني هم ده. غل په ټولنه کې بې همته ښکاري. غل د نورو زيار په پټه وړي، چې د موږک خاصيت دی.

دلته موږ له ادبي غلا غږېږو.

له ادبي غلا مطلب دا دی چې يو څوک شعر يا نثر تيار کړي، خو بل نفر هغه تیاره ليکنه يا وينا په ځان پسي واړوي.

ډېر خلک ګومان کوي چې دا کړنه يوازې هغه وخت غلا ګڼل کېږي چې کټ مټ هغه قالب او هغه معنیٰ وتښتول شي؛ خو د ادب پوهانو په نزد ادبي غلا ګڼ ډولونه لري.

غواړو چې د سلطان محمد مصطفی طموم له (دروس البلاغة) کتاب څخه د ادبي غلا مختلف ډولونه بيان کړو څو يو څوک په ناخبرۍ کې د ادبي غلا مرتکب نه شي:

۱: څوک چې د يوه ناثر يا شاعر کلام کټ مټ واخلي، کوم تغير پکې ونه کړي او د ځان په حواله يې نشر کړي، دا لومړی نمبر ادبي غلا ده. یو وخت عبد الله د معاوية – رضي الله تعالی عنه – مجلس ته حاضر شو او دا دوه بيتونه يې وويل:

إذ أنت لم تنصف أخاك وجدته :: على طرف الهجران إن كان يعقل

ويركب حد السيف من تضيمه :: إذا لم يكن شفرة السيف مزحل

معاوية – رضي الله تعالی عنه – ورته وويل : ای ابابکره! دا خو شاعر شوی يې. عبد الله سکوت وکړ.  مطلب دا چې هو، شاعر شوی يم، داسې شعرونه مې وويل.  مجلس هغسې جاري و چې معن بن اَوس راغلی او خپله هغه قصيده يې پوره ولوسته چې دغه دوه بيتونه پکې وو. معاوية عبد الله ته مخ ورواړاوه: تا خو ويل چې دا بيتونه ستا دي؟ عبد الله وويل، «معنی يې زما وه او قالب د ده و. او بله دا چې دئ زما رضاعي ورور دی، شعر يې زما په حق کېږي. (بس نو ګرم هم يوه وراسه لري!)

دغسې غلا ته د ادب په اصطلاح کې نسخ / کاپي ويل کېږي.

۲: که توري په داسي ډول بدل شي چې په مرتبه کې له هغه اصلي سره برابر وي خو معنی هغه وي؛ دا هم د نسخ/کاپي يو ښاخ دی او په ادبي اصطلاح کې د نسخ په اندازه بده غلا ګڼله کېږي. لکه د حسان – رضي الله تعالی عنه – دغه بيت که يو څوک واخلي:

بيض الوجوه کريمة أحسابهم :: شم الأنوف من الطراز الأول

 او په داسي تورو يې بيان کړي:

سود الوجوه لئيمة أحسابهم :: فطس الأنوف من الطراز الآخر

دې ډول غلا ته اِغاره يا لوټمار ويل کېږي.

۳: کله چې معنی واخلي او په نورو تورو کې يې ونغاړي، خو دغه سبک له اصلي هغه کمزوری وي. دا هم ادبي غلا ده او د “مسخ” نوم ورکوي. لکه د أبي تمام دا بيت چې یو چا اخیستی:

هيهات لا ياتي الزمان بمثله :: إن الزمان بمثله لبخيل

 او په داسې الفاظو يې تعبير کړی:

أعدى الزمان سخاؤه فسخا به :: ولقد يكون به الزمان بخيلا

۴: فقط معنی واخلي، له هغه اصلي تعبير سره برابر يا ادنیٰ تعبير کې يې بيان کړي. لکه د يوه شاعر دغه بيت: والصبر يحمد في المواطن کلها :: الا عليك فانه لا يحمد چې څوک په لانديني تعبير واړوي:

وقد کان يدعی لابس الصبر حازما :: فاصبح يدعی حازما حين يجزع

دې ډول غلا ته سلخ / له پوسته کول ويل کېږي.

ياده دي وي: په علم ادب کې يوه بله اصطلاح هم شته چې “اقتباس” ورته وايي. اقتباس غلا نه ګڼل کېږي او د ادبپوهانو په نزد ناوړه کار هم نه دی.

اقتباس دې ته ویل کیږي چې یو څوک د آيت يا حديث يوه برخه په خپل کلام کې راوړي خو دې ته اشاره ونکړي چې دا آیت یا حدیث دی.

لکه دلته چې يې بېلګه ګورو:

لا تكن ظالماً ولا ترض بالظلم :: وانكر بكل ما يستطاع

يوم يأتى الحساب بالظلوم :: ما من حميم ولا شفيع يطاع

(ما من حميم ولا شفيع يطاع د آیت شریف برخه ده.)

او د حديث مثال يي :

لا تعاد الناس في أوطانهم :: قلما يرعى غريب الوطن

وإذا ما شئت عيشا بينهم :: خالق الناس بخلق حسن

(دلته خالق الناس بخلق حسن د یوه حدیث شریف ټوټه ده.)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: