ورځنی حديث: د ښځو حقوق

  1. عَن حَکِيم بنِ مُعاوِيَةَ القُشَيْرِي رَضِي اللهُ عَنْهُ عَن أَبِيْهِ قَالَ: قلتُ: يَا رَسُول اللَّه مَا حَقُّ زَوْجَةِ أَحَدنَا عَلَيْهِ؟ قَالَ: “أَن تُطْعمَها إِذَا طَعِمْتَ، وتَكْسُوهَا إِذَا اكْتَسيْتَ وَلاَ تَضْربِ الْوَجهَ، وَلا تُقَبِّحْ، وَلا تَهْجُرْ إِلاَّ في الْبَيْتِ” حديثٌ حسنٌ رواه أَبو داود
    ژباړه: حکيم بن معاويه القُشَيرِي رضي الله عنه له خپل پلار څخه روايت کوي، هغه ويلي چې ما وويل: ای د الله رسوله! د ښځو حق پر موږ څه دی؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: کله چې ته څه خورې، هغه خواړه هغې ته هم ورکړه او کوم لباس چې ته ځان ته کوې هغې ته يې هم واخله او مخ ته يې مه وهه او هغې ته بد الفاظ مه استعمالوه او له هغې څخه (د ضرورت په وخت) يوازې په يوه کوټه کې جدايي اختيار کړه.
    زياتونه:
    له دغه مبارک حديث څخه معلوميږي چې دباندني کارونه ټول پر نارينه ؤ لازم دي، يعني کار او مزدوري کول او د خپل اهل و عيال نفقه برابرول د نارينه ؤ مسؤليت دی. ښځې بايد يوازې د خپل خاوند د کور، اولاد او مال خيال وساتي او کورني کارونه وکړي.
    کفارو له ښځينه ؤ سره دومره بد چال چلند کړی چې انساني تاريخ پرې شرميږي، کفارو به خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، د مياشتني مرض پر مهال به په يوه تياره خونه کې په ډېرې بې عزتي بندۍ وې او نه هم د پلار او خاوند په مال دولت کې څه حصه ورکول کېده.
    خو د اسلام مبارک دين ښځو ته په ډېر عزت قائل دی، اسلام ښځو ته د خور، مور او لور عزتمن مقام ورکړ او د ښځې مينه يې ورکړه، اسلام له فطرت سره سم پر سړيو دباندني کارونه لازم کړل او پر ښځو يې د خپلو پلرونو او مېړونو د کورونو، اولادونو او مالونو ساتنه فرض کړه. دا ځکه چې د نارينه ؤ ته الله تعالی ځواک ورکړی او هغوی د هر ډول مشکلاتو پر وړاندې مقاومت کولی شي، خو بر عکس ښځه بيا د مشکلاتو زور نه لري، خو د اولادونو د روزنې او پالنې لپاره بيا مور داسې شفقت لري چې پلار کې نه ليدل کيږي.
    لنډه دا چې په اسلام کې د هر چا حقوق په ډېره ښه توګه ټاکل شوي، خو افسوس چې بيا هم انسان نه پوهيږي.
    افسوس چې د اسلام ښايسته احکامو له موجوديت سره سره بيا هم زموږ ګڼ شمېر مسلمانان د غربيانو د درواغجنو شعارونو تر اغېز لاندې راغلي او د ښځو د حقوقو لپاره هماغه د دوی شيطاني نارې وهي!
    سميع الله افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close