ټرمپ: سعودي باید په خپله خاوره کې د میشتو امریکایي سرتیرو لګښتونه راکړي

عزم(یکشنبه،۲۲ مرغومی ،۱۳۹۸):امریکایي ولسمشر ډونالډټرمپ یوځل بیا پر سعودي عربستان غږ کړی چې باید دغه هیواد ته د لیږل شویو اضافي امریکایي سرتیرو لګښتونه ورکړي.
ټرمپ د فاکس نیوز تلویزیوني کانال ته ویلي دي چې دغه عسکر یې د سعودي چارواکو په غوښتنه ریاض ته لیږلي او په بدل کې یې دغه هیواد اړ دی ترڅو په کلنۍ توګه امريکا ته ميلياردونه ډالر ورکړي.

ټرمپ زیاته کړه چې امریکا منځني ختيځ ته د اضافي عسکرو د لګښتونو توان نه درلوده، خو د سعودي په غوښتنه یې هلته نور عسکر ولېږل چې په وینا یې «له همدې کبله سعودي چارواکو ته یې په زغرده ویلي دي چې بايد د اضافي امريکايي عسکرو د غوښتو لګښتونه ومني او عملا په کلني ډول يو ميليارد ډالر ورکړي. »

امریکایي ولسمشر وایي چې سعودي چارواکو د دوې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی او منلې یې ده چې خپل هیواد کې د ټولو میشتو امریکایي عسکرو د فعاليتونو او چارو لګښتونه به امريکا ته ورکوي.

د یادونې وړ ده چې سعودي وروسته تر هغه خپلې خاورې ته د زیات شمیر امریکایی عسکرو د ورتګ غوښتنه وکړه، کله چې د دغه هیواد د تیلو د چڼځایونو پر لویو مرکزونو د ایراني بې پیلوټه الوتکو له خوا چې مسؤلیت یې حوثي ملیشو منلی وو، برید وشو او دا چڼځایونه یې په بشپړ ډول له منځه یووړل، چې ورسره د سعودي د تېلو صادارات پنځوس سلنه کم شول.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ په دې وروستیو کې له عراق او شمالي کوریا څخه هم د خپلو نظامي ادو په بدل کې د میلیاردونو ډالرو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close