طالبان:خیریه بنسټونه دې هغو سیمو ته چې اورښتونو زیانمنې کړې، مرستې ورسوي

عزم(یکشنبه،۲۲ مرغومی ،۱۳۹۸):د طالبانو د مؤسسو او شرکتونو د کنترول کمیسیون پر ټولو مرستندویه مؤسسو، خیریه ټولنو، اهل خیر خلکو او خپلو اړوند پلویانو باندې غږ کړی چې د ژمي په سخت ساړه موسم کې دې له اړمنو خلکو سره مرستو ته راودانګي.
د دغه کمیسیون له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې«د مؤسسو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم کمېسیون له روان وضعیته ځان با خبره ساتي، پر مرستندویه مؤسسو، خیریه ټولنو او اهل خیر اشخاصو باندې ږغ کوي چې په پوره همغږۍ سره هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې ورښتونو زیانمنې کړې دي او خلک یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري»

اعلامیه کې ټینګار شوی دی چې د لارو په خلاصولو کې دې له لازمو امکاناتو څخه کار واخیستل شي ترڅو د همدغه لوی ناورین مخه و نیول شي.

یاد کمیسیون په ولایتونو کې اړوند طالب وسلوالو باندې هم له ولسونو سره د مرستې غږ کړی او ویلي یې دي چې « د اسلامي امارت په مجاهدینو هم ږغ کوو چې په خپلو سیمو کې له اړمنو خلکو سره د خپلو امکاناتو په تناسب مرسته وکړي او عام خلک هم د یوبل مرستې ته تشویق کړي»

دغه کمیسیون د خپلې اعلامیې په پای کې مؤسسات او خیریه ټولنو ته خپلې تلیفوني شمیرې هم ابلاغ کړې ترڅو د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته د ورتګ پرمهال ورسره اړیکه ونیسي «مرستندویه ادارې او مؤسسات دې زموږ له کمېسیون سره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسي څو د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې هم دوی ته په خلاص مټ د خدمت زمینه برابر کړي او نوموړو ته د دوی د کارمندانو، وسآئطو او وسآئلو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.د موبایل شمېره:0093708187228
0093797659205
د واټساپ شمېره:0093703764730»

د یادونې وړ ده چې وروستیو اورښتونو په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي، لویې او وړې مواصلاتي لارې یې تړلې او ولسي خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close