جولاګی ولي خپل خاوند وژني؟

ښځینه جولاګی د بچیانو له زېږولو وروسته د بچیانو پلار یعني خپل خاوند ولي وژني؟ هغه بچیان چې لویان شي بیا د خپلي مور سره کوم عبرتناک عمل ترسره کوي؟
د نوو څېړنو مطابق ښځینه جولاګی له بچیانو زېږولو وروسته د خپلو بچیانو پلار وژني او له کور څخه یې دباندې غورځوي. بیا چې یې کله اولاد لوی شي نو هغوی بیا خپله مور وژني او له کور څخه یې دباندې غورځوي. څومره عجیبه کورنۍ او یقینا بده کورنۍ ده. په قرآن کریم کې یو پوره سورت د(العنکبوت) په نامه دی، عنکبوت ته په پښتو کې جولاګی/ غڼې وایي.

الله تعالی په دې سورت کې فرمایي چې تر ټولو کمزوری کور د جولاګي دی. د قرآن کریم دې معجزې ته لږ ځیر شئ چې په یوه جمله کې یې د دې کورنۍ ټوله کیسه بیان کړل. (و ان اوهن البیوت لبیت العنکبوت لو کانوا یعلمون) چې بې شکه له کورونو څخه تر ټولو کمزوری کور د عنکبوت دی، که چیري هغه(انسان) علم لري.

انسان د جولاګي د کور په ظاهري کمزوري خو پوهیږي مګر د هغه د کور له معنوي کمزورۍ یعني دښمنۍ او خانه جنګۍ څخه نا خبر و. اوس د نوو څېړنو له امله له دې کمزورۍ څخه هم خبر شو، ځکه الله تعالی فرمایي چې که دوی یعني انسانان پوهیږي. د دې هر څه سره هم الله تعالی د یوه بشپړ سورت نوم د دې بد خصلته خزندې په نامه سره مسمی کړ، حال دا چې د دې له پیل څخه تر پایه پوري اکثره کلام د فتنو په اړه دی. د سورت پیل داسي دی:
«آیا خلګ دا انګېري چې په دې خبره به خلاص شي چې موږ ایمان راوړ، او دوی به ازمویل کیږي نه؟»
بیا فرمایي:
«له خلګو څخه ځینې داسې دي چې وایي موږ ایمان راوړی دی، مګر کله چې هغوی ته د الله په لاره کې تکلیف ورکول کیږي، نو د خلګو ازمائش د الله تعالی د عذاب په څیر ګڼي»
په ذهن کې دا سوال راټوکیږي چې د جولاګي د جال د فتنو او ازمویښتونو سره څه تړاو دی؟ په حقیقت کې فتنې، دسیسې او ازمویښتونه هم د جولاګي د جال په څیر پېچلي وي او د انسان لپاره یې تمیز کول او افشا کول اسانه نه وي. مګر د الله تعالی له مرستې وروسته هیڅ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close