د ارګ ویاند: د تاوتریخوالي کموالی نه، بشپړ اوربند غواړو

عزم (یکشنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۸):په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې د تاوتریخوالي پر کموالي ورټولې دي  خو په همهاله توګه د کابل حکومت نه ددې خبرو برخه او نه هم په دې مذاکراتو کې ددواړو لوریو(طالبانو او امریکا)  ترمنځ پر داخلي مسائلو کوم بحث شوی دی، تازه د ارګ یوه ویاند د خپلې ادارې تازه تګلاره رسنیو ته ښوودلې ده.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه پر طالبانو ژغ کړی چې د تیرکال د کوچني اختر په څیر دې اوربند ته غاړه کیږدي او په وینا یې چې « د تاوتریخوالي کموالی کره پوځي، حقوقي او عملي بڼه نه لري.»
صدیقي وایي، هغه اوربند واضح تعریف درلوده او په خبره یې چې اوربند له نړیوالو تجربو برخمن دی، “زمونږ لپاره سوله د جګړې ختمیدلو په مانا ده او داچې وړاندې شوې طرحې بشپړ وضاحت نه لري.”

ځینې سرچینې وایی، طالبان له امریکا سره په اصولو کې د تاوتریخوالي پر کموالي هوکړې ته رسیدلي او کله هم چې موافقتنامه لاسلیک شوه اوربند به هم عملي بڼه غوره کړي.
د چارو یو شمیر څارونکي د ارګ له خوا پر اوربند ټینګار ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې ښایي ارګ د ممکنه اوربند پر مهال د طالبانو او امریکا ترمنځ د اعتبار کمزوري کولو لپاره، د استخباراتي کړیو په مټ پیچلي بریدونه ترتیب کړي.

د چارو کارپوه حسن حقیار عزم ته د یوې مرکې پرمهال وویل: طالبان او امریکایي لوری ځکه د تاوتریخوالي پر کموالي ټینګار کوي، چې د بشپړ اوربند پرمهال ممکنه ده ځینې هغه داخلي او بهرنۍ کړۍ چې په سوله کې یې ګټې له خطر سره مخ کیږي، له موقع څخه په استفادې، پیچلي بریدونه طرحه او پلي کړي چې دا به مستقیما د طالبانو او امریکا ترمنځ پر ترلاسه شوي اعتماد دروند ګزار وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close