کرېکټ بورډ: د عدلیې وزارت دې د شل اوریز کرېکټ فدراسیون لغوه کړي

عزم(یکشنبه، ۲۲، مرغومی، ١٣٩٨ل): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، د کرېکټ بورډ د غړو ترمنځ د لومړي ځل لپاره کلنۍ ناسته شوې او ځینې مهمې پرېکړې پکې هم شوي دي.

د کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې د کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی، اجرائیوي مشر لطف الله ستانکزی، د بورډ غړي جواد پیکار، ګلالۍ نور ساپۍ، ضیاء الحق امرخېل، فریدون الهام، نوریالي ابراهیمي، د الکوزي شرکت مشر عبدالرحمن الکوزي او کامله صدیقي پکې برخه اخیستې وه.

د خبرپاڼې له مخې، د کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر لطف الله ستانکزي د ناستې ګډونوالو ته د تېر کال راپور وړاندې کړ او د روان ۲۰۲۰ز کال لپاره د کرېکټ بورډ پلان او بودیجه منظور شوه او ځینې پرېکړې پکې هم وشوې.

«د بورډ غړو د کرېکټ بورډ نه وغوښتل چې یو اوږد مهاله او سټراټيژيک پلان، تګلاره او ليدلورى بايد جوړ شي.

په يو سوداګريز پلان بايد کار وشي، چې د کرېکټ بورډ له لوبغالو او اکاډميو عوايد ترلاسه شي، چې په دې برخه کې به احمد جواد پيکار هم له کرېکټ بورډ سره همکاري وکړي.

ــ د فوټبال فدراسيون مخې ته د ملي بس تصدۍ د ځمکې په اړه، چې د کابل نوى نړيوال کرېکټ لوبغالى پکې جوړېږي، د کرېکټ بورډ غړو له دغه پرېکړې ملاتړ وکړ او وې ويل چې بايد ياده ځمکه کرېکټ بورډ ته ورکړل شي.

— د بورډ غړو له د کرېکټ بورډ له مشرتابه وغوښتل، چې د الکوزي شرکت مشر عبدالرحمن سره دې ناسته برابره کړي او د کابل نوي کرېکټ لوبغالي لپاره دې ترې بوديجه ترلاسه کړي.

– د کرېکټ اړوند ادارو، کلبونو او اکاډميو د تصدیق لپاره دې پر يو مېکانيزم کار وشي.

– د کرېکټ په اړه د افغانستان کرېکټ بورډ يوازېينۍ منل شوې اداره ده او بل هېڅوک د کرېکټ ادارې له اجازې پرته د فعاليت حق نه لري، نو د پرېکړې له مخه د شل اوريزه کرېکټ فدراسيون ATCF جواز دې د عدليې وزارت لغوه کړي.

– د کرېکټ بورډ د غړو ناستې به له دې وروسته په مياشت کې يو ځل کېږي.

– د کرکټ بورډ اجراييوې څانګې ته لارښوونه وشوه، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د نوې کمپنۍ د موندلو د تدارکاتي پروسېجر له پيل وړاندې دې د افغانستان غوره ليګ لپاره د نوي Partner پېدا کولو لپاره دې يو يو TOR برابر او د بورډ غړو په راتلونکې غونډه کې دې وړاندې شي.»

د کرېکټ بورډ غړو داسې مهال کلنۍ ناسته کړې، چې اوس مهال د کرېکټ بورډ اداره له سختو نیوکو سره مخ ده او د بودیجې له کموالي هم کړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: