مسیر: افغان ولس باید له امریکا د افغانستان د بربادۍ تاوان واخلي

عزم(یکشنبه، ۲۲، مرغومی، ١٣٩٨ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو خبرو ته ځانګړې کړې ده، چې د عراق د پارلمان د پرېکړې په ضد یې ویلي، که عراق غواړي چې له امریکايي عسکر له دغه هېواد ووځي، نو باید ۳۵میلیارده ډالر تاوان ورکړي.

ورځپاڼې«د عراق پر برخلیک له اخته کېدو وړاندې» تر سرلیک لاندې لیکلي، له دغه حالت سره افغانان هم مخ کېږي او باید سر له اوسه ورته چمتووالی ولري.

«د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که عراقي دولت غواړي امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووځي، نو باید هغه پیسې ورکړي چې امریکا په عراق کې لګولې دي. ټرمپ ویلي چې که عراق هغه ۳۵ میلیارده ډالره ورکړي چې دوی په دغه هېواد کې لګولي، نو خپل ځواکونه به وباسي. ټرمپ له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې عراقي پارلمان له خپل هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه.»

مسیر لیکي، امریکا عراق ته د عراقیانو په بلنه نه وه ورغلې، بلکې خپلې ګټې یې وې او عراق یې داسې حالت ته ورساوه، چې د ټولې نړۍ هېوادونه پکې خپلې لوبې کوي.

«د عراق دې تجربې ته په کتو سره ښکاري چې موږ به هم یوه ورځ له امریکا سره په اړیکو کې دغه حالت ته ځو او همداسې به ورسره لاس او ګریوان وو. له همدې امله پکار ده چې سر له اوسه تیاری ولرو او ځینې ګامونه واخلو.

د ټرمپ خبرې حیرانوونکې وې، ځکه عراقیانو له امریکا نه وو غوښتي چې هېواد ته یې ورشي. امریکا پر عراق د خپلو ګټو لپاره برید وکړ او هلته یې خپل ځواکونه پرېښودل. د عراق او امریکا تر منځ هېڅ داسې کوم تړون او هوکړه هم نه وه چې امریکا به په عراق کې پیسې لګوي او په بدل کې به یې عراق امریکا ته پوځي اډې ورکوي. له بله اړخه امریکا دا پیسې د عراق پر ودانولو نه دي لګولې، بلکې د عراق پر ورانولو او جګړه یې لګولې دي. واحد عراق یې پر دریو برخو وېشلی او پیاوړی عراق یې پر یو داسې هېواد بدل کړ، چې اوس پکې د سیمې هېوادونه او امریکا خپلې لوبې پر مخ وړي.»

د ورځپاڼې په باور، امریکا دغه ادعا په افغانستان کې هم کوي او ځینې د امریکا مرستې احسان هم ګڼي؛ خو د امریکا ټولې مرستې ښکېلاکي ـ اقتصادي وې او دي.

«موږ په افغانستان کې له همداسې حالت سره مخ یو. امریکایان ادعا کوي چې دلته یې ۱۲۰ میلیارده ډالره لګولي دي. کله دا شمېره لوړه شي او کله هم ټیټه او پر ټوله جګړه خو د زرو میلیاردو ډالرو د لګولو ادعاوې هم کېږي. امریکا تل داسې ښودلې چې ګواکې دا هر څه یې د افغانانو لپاره کړي دي او دوی له افغانستان سره مرسته کوي. په افغانستان کې لاسپوڅو واکمنو هم د امریکا دا ادعاوې یو ډول تایید کړې او دا چاره یې د امریکا احسان ګڼلی دی. رښتیا دا دي چې امریکا دلته هم لګښتونه د خپلو ګټو لپاره کړي دي. ټولې مرستې اقتصادي- سیاسي وې یا ښه ده چې ووایو ټولې مرستې یې ښکېلاکي – اقتصادي وې. امریکا دلته جنایتونه کړي، ورانی یې کړی، ممنوعه وسلې یې کارولې، سلګونه زره خلک یې وژلي، زموږ ارزښتونو ته یې زیان اړولی، جګړه یې جوړه کړې او افغانستان ته یې سیمه ییزې ستونزې پیدا کړې دي. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا لګښت او حضور د امریکايي ګټو د خوندیتوب او د افغاني ګټو پر ضد و.»

ورځپاڼه لیکي، مخکې له دې چې امریکا هم له افغانستان د تاوان خبره وکړي، باید افغان ولس له امریکا په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له لوري د افغانستان د ورانولو، جګړې، انسان وژنې او د ممنوعه وسلو د استعمال له امله تاوان وغواړي.

«اوس مخکې له دې چې امریکا پر موږ نور احسان واچوي او یا د عراق له برخلیک سره مخ شو، پکار ده چې پر خپلو پښو د درېدو هڅه وکړو او له امریکا د جنګي غرامت غوښتنه وکړو. سره له اوسه باید موږ له امریکا وغواړو چې د افغانستان د ورانولو، جګړې، انسان وژنې، ممنوعه وسلو د کارونې او نورو جنایتونو غرامت را کړي. دا داعیه باید سره له اوسه پیل شي او ورځ تر بلې پیاوړې شي. له دې پرته موږ د عراق پر برخلیک اخته کېدونکي یو او بیا به هېڅ ځواب نه لرو.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close