ویسا: اشرف غني لومړی خپل پلویان وژني

عزم(یکشنبه، ۲۲، مرغومی، ١٣٩٨ل): ویسا ورځپاڼې خپله نننۍ سرلیکنه کې د امر ستار او په شینډنډ کې د حکومت پلوه وسله‌والو د قومندان ننګلیالي وژنو ته ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې«حکومت ته نور څه ورپاتې دي؟!» تر سرلیک لاندې لیکلي، حکومت ثابته کړه، چې اشرف غني آن خپل پلویان هم وژلی شي.

«په تېره یوه اونۍ کې دوو پېښو ثابته کړه چې افغانستان د دولت او حکومت په نوم څه نه لري. او کوم شی چې په دې نامه پيژندل کیږي هغه د دولت له مفهوم څخه ډېر لرې دي. دغو دوو پېښو اشرف غني او د ده ټیم ته هېڅ هم ورپرېښودل. دغه پېښې یوه د تېرې اونۍ د آمر ستار په نوم د جمعیت اسلامي د یوه قوماندان وژل دي چې د ملي امنیت ځواکونو لخوا په خیرخانه کې په یوه کور کې له زوی او خوریه او د کور د خاوند او د هغه له زوی سره ووژل شو.

دوهمه پېښه درې ورځې مخکې د هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې په شینډنډ کې د یوه حکومت پلوه قوماندان او تر شپیتو تنو پورې بې ګناه خلکو وژل وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.»

د ویسا په باور، امر ستار د اشرف غني د ډلې غړی و او قومندان ننګیالي هم د حکومت په پلوۍ جګړه کوله؛ خو پایله یې د حکومت له لوري د دوی په وژلو پای ته ورسېده.

«آمر ستار غوربندۍ د اشرف غني د حکومتي ټیم غړی ؤ، او قوماندان ننګیالی هغه قوماندان ؤ چې له حکومت سره یې تړاو درلود، دغه دواړه پېښې داسې دي چې هر څومره زموږ مظلوم ولس پکې ځپل شوی تر هغو ډېر حکومت په تېره اشرف غني او ډله يې پکې تحقیر شوې ده. اصلاً حکومت ته نور هېڅ داسې څه پاتې نه دي چې دوی يې ولس ته د حیثیت په نوم وړاندې کړي.»

ورځپاڼې لیکلي، حکومت له دې وړاندې هم خپل پلویان وژلي دي او د دوی دواړو په وژلو به دغه لړۍ بنده نه شي.

«دغو دوو پېښو دا هم ثابته کړه چې متأسفانه افغان ولس هم د تاریخ له ستر ازمويښت سره مخ شوی دی، داسې څوک پرې د حکومت دعوه دار دي چې هغه د خپلو متحدینو او ان خپلو کمپاینرانو د سر او مال د دفاع توان نه لري. لویه بدمرغي دا ده چې حکومتي چارواکي د دغه بیساري سپکاوي احساس نشي کولای، که نه له دغه حالت نه به یې ډېر پخوا ځانونه ژغورلي وو.»

ویسا لیکي، که اوسنی حالت بدل نه شي او په حکومت کې بنسټیز بدلون رانه شي، نو هغه حکومت چې د خپلو پلویانو ساتنه نه شي کولای، نو د ملت ساتنه به څنګه وکړي.

«د غني ــ عبدالله ګډوله حکومت له پخوا څخه د یوې ډېرې ترخې او ناکامې تجربې په توګه پيژندل کېدو، خو دغو وروستیو پېښو وښودله چې که په ټوله کې زموږ د هېواد د برخلیک په باب ډېر جدي او بنسټیز بدلون رانشي د بهرنیو ځواکونو دغه قاتلانه او مرموز حالت ختم نه شي او په ټوله کې ولس د خپل برخلیک د ټاکلو خاوند نشي، د تلې د شپږمې د انتخاباتو په څېر بې معنا ډرامې زموږ د ولس دغه له مصیبتونو ډک برخلیک نشي بدلولای.

اشرف غني چې همدا اوس د خپلو کمپاینرانو د ژوند ضمانت نشي کولای، د خپلو متحدینو دفاع او ساتنه نشي کولای مظلوم ولس به د وضعې د بدلون څه تمه ترې وکړای شي؟»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: