کرېکټ: د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ درې شل اوریزه لوبې کېږي

عزم(یکشنبه، ۲۲، مرغومی، ١٣٩٨ل): تېره میاشت د ایرلینډ کرېکټ بورډ له افغانستان سره په خپل کوربه‌توب پنځه شل اوریزه لوبې لغوه کړې او ویلي یې وو، د بودیجې د کموالي له امله نه‌شي کولای، د افغانستان کوربه‌توب وکړي.

خو د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، د ۲۰۲۰ز کال په مارچ میاشت کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ۳نړیوالې شل اوریزه لوبې د افغانستان په کوربه‌توب کېږي.

مخکې دغه لوبې پنځه وې؛ خو اوس کرېکټ بورډ د پنځو سیالیو شمېر درېیو ته راکم کړی دی.

د کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه لوبلړۍ د هندوستان په ګرېټر نویډا کرېکټ لوبغالي کې کېږي، چې د مارچ میاشتې په ۶مه، ۸مه او ۱۰ مه نېټه به دغه لوبې ترسره شي.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ تراوسه ۸ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره شوي، چې ټولې افغانستان ګټلي دي؛ خو په پنځوس اوریزو لوبو کې بیا دواړه لوبډلې مساوي دي.

افغان لوبډله په روان کال کې نه د یو ورځنیو او نه هم د پنځه ورځنیو لوبو لوبلړۍ لري او یوازې د شل اوریزې لوبې لري، چې ځینې سیالۍ په اسیا کپ او ځینې سیالۍ به په نړیوال جام کې ترسره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: