د دنيا مينه او علاج يې

ګل محمد سلام خیل

د مال مينه دومره بد شی دی چې کله دا په زړه کې راشي، نو د الله تعالی مينه او ياد ختموي. ځکه چې بيا سړی همېشه د دنيا ګټلو په فکر کې وي او د الله تعالی لور ته يې پام نه وي. روپۍ به څنګه ډېريږي، دومره جامې په کار دي، داسې سامان او دومره لوښي کم دي، داسې کور بايد جوړ کړم، پلاني ځای کې به ځمکه واخلم او باغ به پرې وکرم!
د چا چې شپه او ورځ همدا فکرونه وي، نو خدای به څنګه ورياد شي؟ د دنيا مينه خو په زړه کې ځای نيسي او مرګ او الله ته ورتګ هېروي. له مرګه به ډېر زيات ويريږي، ځکه چې دا ټول شيان پاتې کيږي. د چا چې مرګ له پامه بد شي؛ نو بيا يې الله تعالی ته ورتګ هم له پامه بد شي او دا له الله تعالی سره دښمني ده، خاتمه به يې کفر شي او بله بدي يې دا ده چې څوک د دنيا په ګټلو پسې شي، نو بيا د حلالو حرامو سوچ او توپير نه کوي. نه خپل حق پېژني او نه هم پردی. او نه هم د دروغو او رښتيا پروا کوي. خلکو ته دوکې ورکوي. بس په همدې فکر کې وي، چې لږ يې نورې هم زياتې کړم، چې له هرې خوا وي.
نبي عليه السلام فرمايلي: د دنيا مينه د ټولو ګناهونو ريښه ده. نو دا چې دومره بد شی دی، بايد هر مسلمان ځان ترې وساتي او د دنيا مينه له زړه بيخي لرې کړي.
د دې يو علاج دا دی، چې مرګ دې ډېر يادوي او دا سوچ دې کوي چې دا هر څه به سبا پاتې کيږي. نو زړه ورسره لږول څه ګټه؟ بلکې څومره چې زړه ورسره ولګوي همدومره به يې د مرګ پر وخت افسوس زيات وي. له ډېرو خلکو سره دې شناخت نه ساتي. له اړتيا زيات سامان او ځای دې نه ساتي. کاروبار او تجارت دې نه پراخوي. د ډېرې زياتې اړتيا وړ سامان وساتۍ او بس. فضول خرچي دې نه کوي، ځکه چې بيا ډېرې ګټې هم د ډېرو ګټلو حرص پيدا کيږي. د ساده جامو، کور او خوراک عادت پيدا کړئ، له غريبانو سره ناسته ډېره او له شتمنو سره يې کمه کړئ، ځکه چې بيا هيله پيدا کيږي، چې کاشکې زما هم داسې جايداد وای. کومو وليانو چې دنيا پريښې وه، د هغو کيسې اورېدل او نورو ته کول هم ډېره ګټه لري. او چې له څه شي سره يې زياته مينه وي هغه دې خيرات کړي. تر دې وروسته ان شاء الله د دنيا مينه له زړه وځي.
ګل محمد «سلام خېل»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close