خلق عظيم څه شی دی؟

 

عائشة رضی الله عنها وايې : چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په ژوند کې دوه مهم صفتونه وه اول د الله جل جلاله څخه ويره او تقوی دويم حسن الخلق يا ښه اخلاق وه.

ځکه چې تقوی او د الله جل جلاله څخه ويره؛ د الله تعالی او د بنده په منځ کې نژديوالی راولي او ښه اخلاق د بنده او بنده په منځ کې نژديوالی راولي. په تقوی سره د الله سره محبت پيدا کيږي او په ښو اخلاقو سره د خلکو له تا سره محبت پيدا کيږي، نو که څوک غواړی چې د الله او د هغه د بندګانو سره مينه او محبت پيدا کړی، دغه دوه صفتونه دي په ځان کې پیدا کړي.

«وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ»

مولوی عبدالسلام ضعيف

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close