د ننګرهار په ولسوالیو کې هم د خُرما بڼونه جوړېږي

عزم(شنبه، ۲۱، مرغومی، ١٣٩٨ل): د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په پام کې لري چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خرماوو نوي بڼونه جوړ کړي.

د کرنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې په ۵۰جریبه ځمکه د خُرما نوي بڼونه جوړېږي او که پایله یې ښه وه، نو په راتلونکې غواړي چې دې چارې ته نوره هم وده ورکړي.

له دې وړاندې په جلال اباد ښار او ګوشتې ولسوالیو کې د خُرما بڼونه جوړ شوي دي، چې سږکال یې ترې حاصلات هم راټول کړل.

خُرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې ښه کېږي او د ننګرهار هوا د خُرما سره ښه مناسبت هم لري.

له دې وړاندې په هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار کې د خُرماوو بڼونه جوړ شوي وو، چې اوس یې حاصلات هم راټولېږي.

ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده. د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې، که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کېدای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: