دعا – ګل پاچا الفت

 

د ټول جهان واکداره ته هر څه لرې او هر څه کولې شې، د هر چا امید تا ته کېږي او هر څوک هر څه له تا څخه غواړي، ستا خزانې او کارخانې ډکې دي، ستا په باغونو کې د شودو، شرابو او ګبینو ویالې بهیږي.
ستا بخششونه او انعامونه بې پایانه دي، ستا رحمت نور په ځمکو او اسمانو کې نه ځاییږي.
فقیران او مسکینان درنه د ډوډۍ سوال کوي.
ماړه او بډایان درنه اشتها او د هضمولو قوت غواړي.
څوک درنه په زاریو او دعاګانو اولادونه غواړي، ځینې وايي، چې مال او دولت راکړه.
یو وايي: جنت مې پکار دی، بل وايي: له دوزخه امان او پناه غواړم څوک د حورو شوقمن دي او د چا غلمانوو ته نیم زړه نه شته.
مرتبې او لوړې درجې له تا سره دي، کامیابي او موفقیت ستا په توفیق حاصلیږي.
دین او دنیا ستا په واک کې دي، راحت او زحمت، عزت او ذلت ستا له خوا انسان ته رسي.
بهار او خزان ته راولې، مرګ او ژوند ستا په اختیار کې دي.
هر څه ته کوې او هر څه له تا غوښتل کیږي.
د دې جهان او د هغه جهان اجرونه، خیرونه، خونددونه او خوشحالۍ خلکو ته؛ ته ورکوې.
زه پوهېږم چې تا سره هر څه شته.
زما دعا او د زاهدانو دعا؛ زما ارزو او پاچایانو ارزو یو راز نه ده.
زما سوال د بډایانو او مسکینانو له سوال سره ډیر فرق لري.
زه نه وایم، چې ځمکې او پیسې راکړه.
نه غواړم چې عزت مې ډیر لوړ رتبه مې لوړه شي.
موټرونه او اسونه مې نه دي په کار؛ قصرونه او عمارتونه نورو ته ورکړه.
پټي او باغونه هغه چا ته وبښه، چې په خاورو نه مړیږي.
په بانکونو کې د سوداګرو پیسې زیاتې کړه.
د بزرګۍ اعتبار مه راکوه، ځکه چې ستا په اطاعت او عبادت له خلکو نه اجر او عزت غوښتل راته ښه نه ښکاره کیږي.
زه له دې ټولو څخه تیر یم او نور څه غواړم.
زه هغه څه غواړم، چې ته یې هم غواړې او په طلب یې، یې!
هو! زه ستا له رضا نه خلاف څه نه غواړم، زه وایم په جهان کې د ظلم بیرغ نسکور کړه، حق او عدالت ته قوت ورکړه.
په زړونو کې رحم او د خیر مینه واچوه!
په دماغونو کې د حق نور او د حقیقت رڼا پیدا کړه!
ته کولې شې، چې د ظلم قوت په وړو وړو کاڼو میده میده او ذرې ذرې کړې، یا د هوا په ماشو ظالمان تباه کړې؛ مګر مونږ د اتوم په بمونو هم دا کار نشو کولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close