ورځنی حديث: غيبت څه ته وايي؟

 

عن أبي هريرة رضي الله عنه عن رسول الله صلي الله عليه وسلم أنه قيل له ما الغيبة يا رسول الله؟ قال ذكرك أخاك بما يكره. قيل أفرأيت إن كان في أخي ما أقول ای رسول الله؟ قال إن كان في اخيك ما تقول فقد اغتبته وإن لم يكن فيه ما تقول فقد بهته. رواه الترمذی وأحمد

ژباړه: له حضرت ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې ای د الله رسوله! غيبت څه شی دی؟ هغه مبارک وفرمايل: خپل ورور په داسې څه يادول چې هغه يې بد ګڼي، غيبت دی. پوښتنه وشوه چې ای د الله رسوله! ما په دې پوه کړه چې که دغه خبره چې زه يې وايم زما په ورو کې موجوده وي، (بيا هم غيبت دی)؟ رسول الله مبارک ورته وفرمايل: که چېرې هغه څه چې ته يې وايې، ستا په ورور کې موجود وي، نو تا يې غيبت وکړ او که په کې نه وي نو تا پرې بهتان ولګاوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: