سامسنګ خپل ”مصنوعي انسان“ نندارې ته وړاندې کړ

عزم (پنجشنبه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۸): سامسنګ شرکت د جنوري په ۷مه، په CES 2020 ننداره کې خپل مصنوعي انسان راڅرګند کړ.

د NEON په نوم دا سیسټم، چې د سامسنګ Star Labs جوړ کړی، فیزیکي جوړښت نه لري او یوازې په هنداره کې راښکاره کیږي.

شرکت د دې ټیکنالوجي په اړه ویلي چې دا د کمپیوټري محاسباتو په وسیله جوړ شوی ”موجود دی چې د حقیقي انسان په څېر ښکاري او حرکات کوي، او د دې ترڅنګ د احساساتو ښکاره کولو توان او ځیرکتیا هم لري“.

نیون په ویډیويي بڼه کې خبرې اترې او د انسانو په څېر حرکات کوي.

شرکت خبریالانو ته په وېشل شویو ځواب-پاڼو کې ویلي چې، نیون پر هر څه پوهېدونکی ځیرک همکار او یا د حقیقي انسانانو کاپي نه ده.

”نیون په مصنوعي ځیرکتیا سمبال همکار نه دی. دوی تر زیاته حده زموږ په څېر دي – یو ازاد خو مصنوعي موجود چې خپل احساسات څرګندولای شي او له تجربو زده کړه کوي. په مصنوعي ځرکتیا د سمبالو همکارانو په خلاف، نیون په هر څه نه پوهیږي. دوی له انټرنیټ سره پيوستون نه لري چې د هوا د حالاتو پوښتنه او یا ستاسې د خوښې د موسیقي چالانولو غوښتنه ترې وشي“.

بلکې، نیون داسې جوړ شوي چې د حقیقي انسانانو په څېر خبرې او حرکات وکړي. دوی پخپله حافظه جوړوي او نوي شیان زده کوي، خو فیزیکي بدنه نه لري. دوی د ښوونکو، اقتصادي سلاکارانو، د روغتیاپالانو، فلمي اکټرانو، او د ټلوېزون د ویندویانو په څېر حرکات کولای شي.

د نیون جوړوونکی شرکت وايي، که څه هم دوی د حقیقي انسانانو عادات، څېره او غږ خپلولای شي، خو بیا هم د انساني موجوداتو سمه کاپي نه شي کېدای.

په لاندې ویډیو کې، له ۴:۱۰ دقیقې بیا تر ۵:۱۳ دقیقې پورې، نیون د یوه خبریال پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

لومړۍ پوښته دا ترې کوي چې خوښ خواړه یې کوم دي. وروسته تر هغه چې په مایک کې دا خبرې ورته وشي، نیون خپل د خوښې خواړه پیزا ښيي. دویمه پوښتنه دا ترې کیږي چې کوم هدف ته رسېدل غواړئ. نیون ورته وايي، دې ته مې فکر نه دی. درېمه پوښتنه دا ترې کیږي چې آیا فوټبال خوښوئ، چې نیون یې په ”نه، بلکل نه“ ځوابوي.

Via
CNET
Source
CNET

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close