شمائل کبری(۷برخه)

د ډوډۍ اړوند د رسول اللهﷺ د اسوه حسنه بیان

عبدالله عزام

لوښی ښه پاکول سنت دی

له حضرت جابر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ د ګوتو د څټلو او د لوښي د پاکولو حکم کړی دی او ویې فرمایل چې تاسې نه یاست خبر چې د خواړو په کومه حصه کې برکت وي.(ترغیب،ج:۳،ص:۱۴۷)

لوښی پاکول د مغفرت لامل

حضرت نبیشه رضي الله عنه فرمایي چې ما په یو پیاله کې خوراک کاوه، رسول اللهﷺ وفرمایل چې څوک چې په یو لوښي کې خواړه وخوري او هغه پاک کړي نو لوښی د هغه لپاره د مغفرت دعاء کوي.(ترمذي، ابن ماجه،ج:۲،ص:۲۳۴)

په آخرت کې د لوښي پاکولو بدله

حضرت عرباض بن ساریه رضي الله عنه وایي چې رسول اللهﷺ وفرمایل:چاچې لوښی پاک کړ او ګوتي یې وڅټلې، الله تعالی به یې په دنیا او آخرت کې ګېډه ډکه کړي. (ترمذي، ابن ماجه،ج:۲،ص:۲۳۴)

ګوتي څټل

حضرت کعب رضي الله عنه فرمایي چې کله به رسول اللهﷺ ډوډۍ خوړل نو په درو ګوتو به یې خوړل او کله چې به ترې فارغ شو نو ګوتي به یې وڅټلې.(مسلم،ج:۲،ص:۱۷۵)
له حضرت ابوهریرة رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمایل چې ګوتي څټل د برکت لامل دی.(سیرة خیرالعباد،ج:۷،ص:۲۶۹. مسلم،ج:۲،ص:۱۷۵)
فایده: د ګوتو د څټلو او لوښي پاکولو زیات فضیلت اوتأکید راغلی دی. له ډوډۍ وروسته ګوتي څټل مستحب دي، له څټلو پرته لاس مینځل ممنوع دي. هغه ګوتي چې د ډوډۍ مواد پرې نښتي وي، یادې خپله وڅټي او یا دي بل داسې څوک پرېږدي چې ویې څټي چې کرکه نه ترې کوي، لکه:اولاد، شاګرد یا داسې بل څوک(فتح الباري،ص: ۵۷۸) یا دي مېرمن پرېږدي چې هغه وڅټي(عیني)
له دې څخه معلومه شوه چې دا نن صبا چې دا طریقه عامه شوې ده چې لوښی بیخي پاکوي نه، یا یو څه پکې پرېږدي دا انتهایي بد او دسنت خلاف عمل دی چې له نورو څخه راغلی دی. دا ویل چې څټل د حرص نښه ده، جهالت دی. بلکې څټل خو د الله تعالی د نعمت د قدر کولو نښه ده. د ګوتو څټل دافع اکبر دی.(عیني،ج:۲۱،ص:۷۶)

دوام لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: