يو څو ضروري مسنونې دعاګانې

 

ترتيب: سميع الله افغان

۱ – له بې ګټې علم څخه د پناه غوښتلو دعاء:

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ وَمِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ وَمِنْ دَعْوَةٍ لَا يُسْتَجَابُ لَهَا»

ژباړه: ای الله! تا ته پناه دروړم، له داسې علم څخه چې بې ګټې وي، له داسې زړه څخه چې ستا وېره په کې نه وي او له داسې نفس څخه چې مړېدل نه لري او له داسې دعاء څخه چې نه قبليږي.

۲ – د هدايت او پاک لمنۍ دعاء:

« اللَّهُمَّ إِنِي أَسْأَلُكَ الهُدَى، وَالتُّقَى، وَالعفَافَ، والغنَى»

ژباړه: ای الله! له تا څخه د هدايت، تقوی، پاک لمنۍ او د مخلوق له احتياج څخه خلاصون غواړم.

۳ – له بدو خويونو څخه د ځان ساتنې دعاء:

« اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الشِّقَاقِ ، وَالنِّفَاقِ ، وَسُوءِ الْأَخْلَاقِ»

ژباړه: ای الله! تا ته پناه دروړم له خپل منځي بدبختي، دوه مخي (منافقت) او بدو خويونو څخه.

۴ – د ستړيمشې (ښه راغلاست) پر مهال دعاء:

«يَغْفِرُ اللهُ لَنَا وَلَکُمْ»

ژباړه: الله دې موږ او تاسې ټول وبښي.

۵ – د سهار او ماښام دعاء:

«اللهُمَّ مَا أَصْبَحَ بِي مِنْ نِعْمَةٍ أَوْ بِأَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ، فَمِنْكَ وَحْدَكَ لَا شَرِيكَ لَكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ وَلَكَ الشُّكْرُ»

ژباړه: ای الله! ماته چې کوم نعمتونه راکړل شوي، هغه يوازې ستا له لوري دي، سيال دې نشته، تا لره حمد او شکر دی.

نور بيا…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close