هلمند: د حکومت تر واک لاندې سیمو کې د نشه‌يي توکو د روږدو خلکو شمېر زیات شوی

عزم(پنجشنبه، ۱۹، مرغومی، ١٣٩٨ل): د هلمند ځايي خلک وايي، په دغه ولایت په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی، چې هره ورځ نوي کسان هم په نشه‌يي توکو اخته کېږي او که یې مخه ونه نیول شي، نو دغه شمېر به ډېر ژر زرګونه کسانو ته ورسېږي.

د ځايي خلکو په خبره، ډېری روږدي کسان په ایران کې په نشه‌يي توکو روږدي شوي، خو اوس یې د هلمند د ځايي خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دوی وايي، په نشه‌يي توکو روږدي کسان د لښکرګاه ښار په تفریحي پارک پراته وي او همدلته ورځې او شپې تېروي، نشې کوي او دغه پارک اوس د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په مرکز بدل شوی دی.

د لښکرګاه ښاریان وايي، هره ورځ ځینې خلک راځي، په دغه روږدو کسانو نشه‌يي توکي پلوري، خو نه یې څوک مخه نیسي او نه د نشه‌يي توکو د کاروباریانو مخه نیول کېږي.

دوی زیاتوي، حکومت باید اول د نشه‌يي توکو د کارو باریانو مخنیوی وکړي او بیا د دغه کسانو غمه وخوري، ځکه ورځ تر بلې د دغه کسانو شمېر ډېرېږي.

په نشه‌يي توکو روږدي کسان بیا وايي، د ایران په زندانونو کې په قصدي ډول په نشه‌يي توکو روږدي شول او کله چې ایراني چارواکي ډاډه شول، چې اوس ښه روږدي شوي، نو له زندانونو یې خوشې کړل او افغانستان ته یې راولېږل.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مني، چې په دغه ولایت کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس عبدالاحد حازم وايي، اوس‌مهال په هلمند کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي شوي دي، خو دوی د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لپاره یوازې یو روغتون لري.

دی وايي، موږ سل بستریز روغتون لرو؛ خو اوس پکې د روږدو کسانو شمېر تر ۱۵۰ ډېر دی.

د هلمند سربېره په کابل، ننګرهار، فراه، هرات، نیمروز او په ګڼ شمېر ولایتونو کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي، چې ټول یې د حکومت د سینې لاندې نشې کوي او د نشه‌يي توکو کاروباریان پرې نشه‌يي توکي پلوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close