څه پوهه شوې؟!

يو سړی په لاره بي غمه روان و، د کوم خطر تابيا يې نه وه نيولې، که ګوري يو مسلح غل ورباندي راوګرځيد، د پيسو بټوه يې ورنه واخيسته او بيا يې ورته وويل : څه چې پېښ شول هېر يې کړه او خپله لاره دي وهه!

سړي څه خبره کول غوښتل .. خو غل ورته په جدي توګه وويل : “ما درته وويل څه چې پېښ شول هغه هېر کړه او په خير دي خپله لاره وهه کنه نو..
هغه و چې يو دوکتور ورباندي راغی مظلوم سړي ته يې وويل : هغه دي سولې ته رابولي او درته وايې چې په امن دي خپله لاره وهه. ستا لپاره سوله بهتره ده، ايا د الله ﷻ فرمان دي نه دی اوریدلی چې فرمايې : ( وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلۡمِ فَٱجۡنَحۡ لَهَا وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ… ) او كه هغوی سولې ته رامات شي؛ نو ته هم ورمات شه او پر الله بروسه وکړه..
بس نو توکل په الله، د سولې وړاندیز ومنه او خپله لاره وهه!.
مظلوم په ډيرې مايوسۍ ورته وويل : له مانه غلا شوې ده، ضرور بايد خپل مال ترلاسه کړم، که نن بې وسه يم سبا او بل سبا به يې مخه څارم…
له يوې بلې خوا غږونه راپورته شول، ځوږ شو، هغه ته – چې غلا ورنه شوې وه – وويل شول : ايا ته امن ګډوډوې! او فضا خړ پړوې! ته خو ترهګر يې! فتنې پاروې او ارامي له منځه وړې…

هغه غريب په چيغو فريادونو سره وویل : دلته څنګه هغه څوک ترهګر ګڼل کېږي چې ظلم ورباندي شوی او خپل حق يې غصب شوی..!!
ايا کوم عاقل يا عادل نشته چې ووايې: مظلوم ته خپل حق ورکړئ ?!

ای لوستونکې ! څه پوهه شوې ؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: