ټرمپ: پر ایران نور بندیزونه لګوو؛ د وینا مهم ټکي

عزم (چهارشنبه، ۱۸ مرغومی، ۱۳۹۸): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، نن چهارشنبه، په عراق کې پر امریکايي بېسونو باندې د ایران د ځوابي بریدونو په اړه په خپله وینا کې وویل چې اداره به یې پر تهران باندې نور بندیزونه هم ولګوي.

ټرمپ وویل، متحده ایالات به سمدستي پر ایراني رژیم باندې نور کلک اضافي اقتصادي بندیزونه ولګوي.

ټرمپ زیاته کړه، ”دا قوي بندیزونه به تر هغو پرځای پاتې وي تر څو چې ایران خپل چلند بدلوي. یوازې په دې وروستیو میاشتو کې ایران په نړیوالو اوبو کې بېړۍ لاندې کړې، پر سعودي عربستان باندې یې ناپارېدلی برید کړی او دوې امریکايۍ ډرون الوتکې یې رانسکورې کړې دي“.

ټرمپ د خپلې وینا په پیل کې وویل، تر څو چې دئ ولسمشر وي، ایران به هستوي وسله ترلاسه نه کړي.

د ټرمپ په خبره، د ایران د تیرې شپې په بریدونو کې هیڅ کوم امریکايي او عراقي سرتېري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. ”د ایراني رژیم د تیرې شپې په بریدونو کې هیڅ امریکایی نه دی زیانمن شوی. موږ ته هیڅ تلفات راوانه وښتل، زموږ ټول سرتیري خوندي دي، او یوازې مو پوځي بېسونو ته لږ زیان واوښت“.

ولسمشر ټرمپ د وینا پر مهال د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو دفاع وکړه او هغه یې ”ترهګر“ یاد کړ. نوموړي وویل چې سلیماني باید کلونه وړاندې لا وژل شوی وای او نور د ایران د اقداماتو د زغملو وختونه تېر شوي دي. ولسمشر ټرمپ وویل چې ایران باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو له ”ارادو او د ترهګرۍ له ملاتړه“ لاس واخلي.

ټرمپ په عین حال کې وویل چې ایران د پر شا کېدو په حال کې ښکاري، ”چې دا د ټولو اړوندو لورو لپاره ښه خبره ده، او د نړۍ لپاره ډېره ښه ده“.

ډونلډ ټرمپ همداراز له ایران سره پر اټومي هوکړه باندې د نیوکو ترڅنګ له اروپايي هېوادونو، روسیې او چین وغوښتل چې په دې هوکړه کې شته ستونزې ومني او له پاتې مادو دې یې پر شا شي.

ټرمپ وویل چې ناټو باید په منځني ختیځ کې خپله مداخله زیاته کړې او دا چې متحده ایالات د منځني ختیځ تېلو ته اړتیا نه لري.

ټرمپ زیاته کړه، ”زموږ توغندي ستر، قوي، دقیق، مرګوني او چټک دي. … اما د دې سترو پوځي وسایلو درلودل دا معنا نه ورکوي چې موږ یې باید وکاروو. موږ نه غواړو چې ویې کاروو“.

امریکايي ولسمشر د خپلې وینا په پای کې ایراني ولس او مشرانو ته په خطاب کې وویل چې متحده ایالات ”له هر هغه چا سره چې سوله غواړي د سولې قبلولو ته چمتو دي“.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close